د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان تیز توپ اچوونکی شاهین شاه افریدی د آسیا جام سالیو کې نه لوبیږي


په پاکستان کې ډاکټرانو ویلي چې ددې هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکی شاهین شاه افریدي به ونشي کړی چې را روانه اوونۍ د آسیا جام په سیالیو کې لوبه وکړي.

د پاکستان د دې لوبغاړي زنګون ژوبل شوی او ډاکټرانو ویلي چې د انګلستان سره به د شلو شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې هم برخه وانشي خیستی.


ټاکل شوې چې د آسیا جام لوبې د همدې روانې اګست میاشتې په ۲۷ مې پیل شي او د شاهین ژوبلیدل د پاکستان د لوبډلې لپاره یوه ضربه ده.


شاهین شاه افریدي په هالنډ کې په دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د پاکستان لپاره لوبه وکړله خو د دې لوبو تر پای ته رسیدو وروسته ډاکټرانو هغه ته د څلورو اوونیو لپاره د آرام کولو وړاندیز کړی.

د پاکستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بورډ د روغتیایي سلا مشورې د کمیټې په غوښتنې شاهین ته د ۴-۶ اوونیو آرام کولو سپارښتنه شوې.

ډاکټرانو هیله ښودلې چې دا تیز پاکستانی توپ اچوونکی به وکړی شي د اکټوبر په میاشت کې د نیوزلینډ سره د لوبو کولو لپاره چمتو وي چې تر هغې وروسته د نومبر په میاشت کې په اسټرالیا کې د شلو شلو اورونو نړیوال جام سیالۍ هم پیل کیږي.

شاهین شاه افریدي د پاکستان لپاره تر اوسه ۲۵ د ټیسټ، ۳۲ یو ورځنۍ نړیوالې او ۴۰ د شلو شلو اورونو نړیوالې لوبې کړي.

هغه په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ د غوره کرکټ لوبغاړي لقب هم وګاټه.


XS
SM
MD
LG