د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر ټرمپ د تګلارې په اړه د پاکستان د پارلمان غبرګون


د پاکستان پارلمان د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره غندلې ده.

د پاکستان د خلکو استازو د ولسمشر ټرمپ او نورو امريکايي چارواکو خبرې له "دښمنۍ" او 'ګواښ" ډکې بللې دي.

د خپلې تګلارې د اعلانولو پر وخت، د امریکا ولسمشر له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د پاکستان پر ناغېړیو کلکې نیوکې وکړې.

ولسمشر ټرمپ له اسلام آباد سره د واشنګټن د میلیاردونو ډالرو مرستې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې پاکستان ترهګرو ته امن پناه ځایونه برابر کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د چهارشنبي په ورځ [اګست ۳۰] د هغه هېواد په پارلمان کې د خبرو پر مهال وویل چې د پاکستان قانون جوړونکو له حکومت څخه غوښتي دي چې له امریکا سره پر خپلو اړیکو بیا کتنه وکړي.

خواجه آصف وویل: "ملي شورا د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ او جنرال نیکلسن بیانات له دښمنۍ ډک او ګواښونکي بولي او د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د پاکستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د پاکستان د خلکو اراده بیان کړي. پاکستان ته د هر امریکايي پلاوي د راتګ او یا امریکا ته د پاکستاني هیتونو د سفرونو ځنډول او له امریکا سره د همکارۍ په خاصه توګه د ځمکني او هوايي تدارکاتو په اړه د همکاریو ځنډول تر غور لاندې ونیسي."

د پاکستان پارلمان همدارنګه د ولسشمر ټرمپ ادارې پر هغو هڅو هم غبرګون وښود چې غواړي هند د افغانستان په مسایلو کې زیات رول ولوبوي. پاکستان دا کار پارونکی بللی دی.

منتقدین پاکستان پدې تورنوي چې له خپل سیمه ایز سیال هند سره د مقابلې په پخاطر د نورو ترهګرو ترڅنګ، افغان طالبان روزي. پاکستان دغه ډول تورونه نه مني.

د ولسمشر ټرمپ د تګلارې په اړه د پاکستان د پارلمان غبرګون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

XS
SM
MD
LG