د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په تېرو پنځو کلونو کې ۶۵۰۰ پښتانه وژل شوي


ډېر پښتانه په په قبایلي سیمو، بلوچستان او پښتونخوا کې وژل شوي دي
ډېر پښتانه په په قبایلي سیمو، بلوچستان او پښتونخوا کې وژل شوي دي

په سویلي اسیا کې په ترهګریزو بریدونو او پېښو کې د وژل شویو کسانو د ارقامو یوه ټولوونکې او خپرونکې ویپاڼه وايي په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې په پاکستان ۶۵۰۰ پښتانه وژل شوي دي.

دغه ويپاڼه د جنوبي اسیا د ترهګرۍ پورټل نومیږي، چې د رسنیو د راپورونو او خپلو همکارانو په مرسته د وژل شویو کسانو ارقام ټولوي او بیا یې خپروي. ويپاڼې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په پاکستان کې د ترهګرو په بریدونو او چاودونو کې د وژل شویو کسانو تازه ارقام خپاره کړي دي.

په دغو پنځو کلونو کې ۲۰۱۲ کال تر ټولو خونړی بلل شوی چې یوازې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ۱۲۰۶پښتانه وژل شوي چې ۵۱۱ یې ولسي خلک ښودل شوي دي.

د جنوبي اسیا د تروریزم پورټل ویپاڼه وايي په دغې مودې کې ډېر وژل شوي پښتانه ولسي خلک دي، خو سیاسي مشران، قانونپوهان، ښوونکي او د کار نور سړي هم په کې وژل شوي دي. ډېر دغه پښتانه په قبایلي سیمو، بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې وژل شوي دي.

په دغو ارقامو کې د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې هغه ۶۵ پښتانه وکیلان هم شامل دي چې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شول، یوې امریکايي رسنۍ دغه پښتانه د بلوچستان د کار سړي یاد کړي وو.

ویپاڼه وايي په همدومره موده کې بیا په ترهګریزو بریدونو کې په پنجاب کې یوازې ۵۰۰ کسان وژل شوي دي. د پاکستان د سیاسي چارو یو کارپوه ډاکټر تقي د امریکا غږ ډيوې څانګې سره په خبرو کې د پاکستان پر حکومت تور ولګوه، چې د پښتنو د وژلو د مخنیوي لپاره څه کار نه کوي.

ښاغلي تقي وویل "د بده مرغه د پاکستان ریاست په هیواد کې د پښتنو وژنه اډو وژنه نه ګڼي او نه پرې خفګان کوي."

ویپاڼې نه دي ویلي چې ولې د پاکستان د نورو قومونو په پرتله پښتانه ډېر په نښه شوي، خو تر ډېره جنګونه او ترهګریزې پېښې د پښتنو په سیمو کې کیږي او روان دي. اسلام اباد وايي د ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دي او په دغه لړ کې یې قربانۍ هم ورکړي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG