د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پاکستان کې ۹ مسافر وژلي چې د پوځ سرتیري هم پکې شامل دي


پیښه د پاکسان په شمال کې د ګلګیت بلتستان په ولایت کې شوې
پیښه د پاکسان په شمال کې د ګلګیت بلتستان په ولایت کې شوې

په پاکستان کې چارواکي وایي د دې هیواد په شمال کې شنبه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) په یو مسافر وړونکي بس موټر د وسله والو په برید کې لږه ۹ مسافر وژل شوي او ۲۶ نور ټپي شویدي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې او چارواکو یې هم ملامتي په کومې ډلې نده اچولې.

پیښه د ګلګیت بلتستان په ولایت کې شوې.

په سیمې کې د پولیسو مشر عارف احمد دا "بزدلانه" برید بللی او ویلي یې دي چې د مسافرو دا بس موټر د راولپنډۍ ښار ته د قراقرم په لویې لار روان چې پاکستان د چین سره نښلوي.

د پولیسو مشر همدرانګه ویلي چې د برید څخه وروسته د موټر چلوونکي څخه بس موټر بې کنټروله شو او د یوې لارۍ موټر سره وجنګید.

سره لدې چې ښاغلي احمد په موټر کې د نورو مسافرو په هکله څه ندي ویلي خو دومره یې ویلي چې دوه وژل شوي کسان د پاکستان د پوځ سرتیري دي.

د راپورونو له مخې وسله وال برید ګر په موټر سایکل سپاره و او د مسافرو پدې بس د ډزو کولو څخه وروسته د سیمې څخه تښتیدلي دي.

د ژغورونکې عملې ویلی چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمیر نور هم لوړ شي.

تر دې وړاندې د دا شان بریدونو ملامتي د پاکستاني طالبانو په غورځنګ اچول کیده او بلوڅ بیلتون غوښتونکو هم د پاکستان په یو شمیر سیمو کې په امنیتي ځواکونو دیته ورته بریدونه کړي.

د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه، د پاکستاني طالبانو غورځنګ او بلوڅ بیلتون غوښتونکي هغه ډلې دي چې ډیری وخت په پاکستان کې د بریدونو د کولو ادعاوې کوي خو تر اوسه دوي هم پدې هکله څه ندي ویلي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا ۴۰۰۰ غړي په افغانستان کې دي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې هېڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG