د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان طالبانو ته: که خبرې ونه کړئ، شړو مو


پاکستاني مقاماتو خبرداری ورکړی چې د طالبانو هغه مشران به له پاکستان نه وباسي چې نه غواړي د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرو ته کښیني.

یو پاکستاني مقام چې د افغانستان د سولې د مذاکرو نه خبر دی د رویټرز اژانس ته ویلي " زه فکر نه کوم چې د سولې خبرې دې ختمې وې، خو له شک پرته چې له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي. موږ هغو طالبانو ته، چې په پاکستان کې دي، په وار وار ویلي،که په دغه بهیر کې ورګډ نشي، باید- له پاکستان- نه ووځی. موږ چې څه کولی شول، هغه مو وکړل.خو نفوذ د کنترول په مانا نه دی، هغه ورځې ختمې شوې."

خو، طالبانو دا خبره نه ده منلې او یو وارې بیا هغه شکونه زیات شوي، چې اسلام اباد پر افغان طالبانو ډېر نفوذ نلري.

د طالبانو د شورا یو غړی وايي، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په اسلام اباد کې یو شمېر افغان طالب استازو له پاکستاني چارواکو سره پټه غونډه وکړه او وروسته بیا د طالبانو شورا په مارچ کې د سولې په خبرو کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس وايي پاکستاني چارواکو طالبانو ته خبرداری ورکړی که طالبان په همدې میاشت کې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه وانخلي، په پاکستان کې به یې مېشت افغان مشران وشړي.

د کوټې د شورا دغه غړی وايي " هغوی له موږ وغوښتل، چې د امریکا او افغان چارواکو سره د خبرو لپاره خپل تصمیم نیوونکي استازي واستوو. دا د هغوی یو خوب دی، هغوی به هېڅکله هم زموږ لوړي پوړي قومندانان ونه ګوري."

د کوټې د شورا یو غړي ویلي چې مشران یې د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.
د کوټې د شورا یو غړي ویلي چې مشران یې د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.

نوموړی وایي " زه په شخصي نظر ملا منصور او د طالبانو ځیني نور مشران د سولې د خبرو پلویان دي او هغوی نغواړي چې پاکستان خپه کړي... هغوی د شورا د غړو له پرېکړې پرته تصمیم نشي نیولی."

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستاني چارواکو سره د افغان طالب استازو د پټې غونډې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو ویې منله چې د طالبانو عالي شورا غونډه کړې، مګر په اړه یې معلومات ورنکړل.

ولې طالبان خبرې نکوي

یو پاکستانی متقاعد جنرال د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په افغانستان کې په جنګ کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو د سولې د مذاکراتو بڼه بدله کړه.

هغه وايي" طالبان نور په دې ډول په پاکستان کې خپل مرکزونه نغواړي، که پاکستان ګواښ کوي چې هغوی به وشړي، دا خبره کوم اغیز او تاثیر نلري. "

په واشنګټن کې د وډرو ویلسن انسټیټوټ غړی مایکل کوګلمن وايي، داسې ښکاري، چې د پاکستان دا اغیز چې په خپله خاوره کې یې طالبانو ته د پناه ځایونه ورکړي، نور په ختمېدو دی.

هغه وايي " طالبانو د جنګ د بندولو لپاره کمه انګیزه لري، هغوی ډېرې سیمې نیولې او شاید نورې هم ونیسي. ښکاره خبره ده، چې کله ستاسو لاس بر وي، ولې به غاړه ږدئ. "

په همدې حال کې، د افغانستان د کابینې یو غړی د پاکستان پر نیت شک ښي او وايي " د افغانستان د سولې د پروسې په برخه کې د پاکستان رښتینولي او صداقت تل تر پوښتنې لاندې دی. "

پاکستان تل تورن شوی، چې په خپله خاوره کې یې افغان طالبانو ته پناه ځایونه ورکړي او په افغانستان کې په روان جنګ د طالبانو کلک ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې دي، چې د پاکستان یو لوړ پوړي چارواکي سرتاج عزیز هیله ښودلې چې ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې خبرې پيل شي.

XS
SM
MD
LG