د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو له منځګړیتوب لاس اخلي


د پاکستان د ملي امنیت مشاور وايي چې افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو په اړه په یو نظر نه دي.
د پاکستان د ملي امنیت مشاور وايي چې افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو په اړه په یو نظر نه دي.

د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز ویلي دي چې دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره وخت مناسب نه بولي.

ښايي دا لومړی ځل وي چې د پاکستان حکومت په رسمي ډول د افغان سولې په برخه کې دا ډول دریځ خپلوي.

اسلام اباد وړاندې په وار وار د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو پر هڅو ټېنګار او منځکړتوب کړی و؛ د پاکستان په منځګړتوب د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د همدغه کال د جولاۍ په میاشت کې اسلام اباد ته نژې وشوې.

سرتاج عزیز وايي د جنګ د کمولو او ختمولو په برخه کې د هر اقدام ننګه کوي او جوړجاړی تر ټولو غوره لار ده، خو د خبرو لپاره مخکې له مخکې شرط اېښودل ښايي لازمې پایلې ونلري.

د پاکستان د ملي امنیت مشاور عزیز وايي همدا اوس په دې باندې چې ایا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پيل شي کنه، دواړه خواوې په یو نظر دي.

ښاغلی عزیز وايي دواړه خواوې باید یوې داسې موافقې ته ورسیږي چې فکر وکړي خبرې او مذاکرات ګټور دي.

طالبان د خپل نوي مشرتابه پر سر د اختلاف ترڅنګ د سولې د خبرو د بیا پيلولو او نه پیلولو په اړه هم وېشلي دي چې د یو شمېر کارپوهانو په باور پاکستان یې له یو سخت حالت سره مخامخ کړی دی.

پاکستان داسې مهال د سولې له هڅو خپله پښه وباسي چې افغانستان په وار وار هغه هېواد د طالبانو او نورو اورپکو سره په مرستې او په افغانستان په روان جنګ کې په لاس لرلو تورنوي.

د افغانستان اجرايي ریس ویلي چې پاکستان له افغانستان سره په یو غیر مستقیم جنګ کې ښکیل دی.

XS
SM
MD
LG