د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: یوازې افغانان نه بلکې ټول غیر قانوني کډوال ایستل کیږي


پاکستاني چارواکي وایي دا تاز ه پریکړه په هغو څه باندې ۱.۴ ملیون افغان کډالو نه تطبیقږي چې پدې هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد لري.
پاکستاني چارواکي وایي دا تاز ه پریکړه په هغو څه باندې ۱.۴ ملیون افغان کډالو نه تطبیقږي چې پدې هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

پاکستاني چارواکي وایي هغه پریکړه یې چې له مخې یې باید پدې هیواد کې څه باندې یو ملیون افغانانو په ګډون چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي او باید د بلې میاشتې تر لومړۍ نیټې ووځي، یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې د ټولو غیر قانوني کډوالو لپاره ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا پریکړه "غیر انساني" بللې او د بشري حقونو نړیوالو ډلو هم د پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې پدې پریکړې بیا غور وکړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ جمعه اکټوبر ۶ (تلې۱۴) په خبري کنفرانس کې د دې انتقادونو په ځواب کې وویل چې دا پریکړه د هیواد "کورنیو خپلواکو قوانینو سره سمه" ده او زیاته یې کړه چې حکومت یې عملي کیدو ته ژمن دی.

میرمن بلوچ وویل چې دا پریکړه یوازې د افغانانو پر ضد نه بلکې د ټولو هغو بهرنيو اتباعو په هکله ده چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره یې د ویزو موده پای ته رسیدلې او اعتباري اسناد ونلري.

هغې زیاته کړه، " دا پالیسي په ټولو افرادو او ملیتونو تطبیقږي او پدې برخې کې هیڅ تبعیض نشته".

د پاکستان دې پریکړې له مخې به هغه څه باندې ۱.۷ ملیون افغان کډوال د پاکستان څخه وایستل شي چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې دا پالیسي په ۱.۴ ملیون افغان کډالو نه تطبیقږي چې قانوني اسناد ورسره شته او د کالونو راپدیخوا پدې هیواد کې پراته دي.

میرمن بلوچ پدې هکله وویل، " د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ دوي ثبت کړي او هغوي اسناد لرونکي افراد بلل کیږي".

سره لدې چې د پاکستان حکومت ټولو افغانانو ته چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي، خو میرمن بلوچ او ځینو خپلواکو سرچینو امریکا غږ ته تائید کړې چې یو شمیر کسانو پخپله خوښه افغانستان ته روان شوي.

په پاکستان کې د غیر قانوني افغان کډوالو شمیر په دقیقه توګه ندی معلوم خو پاکستاني چارواکي وایي د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدیخوا چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، شاوخوا ۷ سوه زره افغانان دې هیواد ته ورکډه شوي.

د دوي څخه شاوخوا ۲ سوه زره یې متحده ایالاتو یا نورو اروپایي هیوادونو ته تللي خو چارواکي د ۵ سوو زرو په شاوخوا چې پاکستان ته په غیر قانوني توګه تللي او یا یې هلته د پاتې کیدو لپاره د ویزو مودې پای ته رسیدلي، د شړل کیدو د خطر سره مخ دي.

په پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو پر ضد دا کمپاین پداسې حال کې پیل کیږي چې پدې تیرو څو میاشتو کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډیر شوي.

سره لدې چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي دا بریدونه هغه وسله والې ډلې کوي چې په افغانستان کې د پټیدو لپاره خوندي ځایونه لري، خو طالبان بیا دا ادعاوې ردوي او وایي هیچا ته په اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل چا پر ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG