د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: هند سره د اړیکو عادي کول کشمیریانو سره خیانت دی


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان، ویلي دي چې د پاکستان او هند ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې به تر هغه عادي نشي چې نوي ډهلي کشمیر بېرته نیمه مختار نه وي اعلان کړی.

د پاکستان صدراعظم د یکشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۹) په یو ویدیویي کنفرانس کې د یو خبریال په ځواب کې وویل: "که پدې پړاو کې د هند سره خپلې اړیکې عادي کړو د کشمیر له خلکو سره به خیانت وي."

د ۲۰۱۹ کال په اګست کې کله چې د هند ملتپاله صدراعظم نرندرا مودي د هند تر ولکې لاندې کشمیر نیمه خودمختاري له منځه یووړه او هغه یې د خپل هیواد جلا نه کیدونکې برخه اعلان کړه د اسلام آباد او نوي ډهلي کړکیچن روابط نور هم ساړه شول.

د پاکستان صدراعظم تائید کړل چې د هند سره د سوداګریزو اړیکو عادي کول پاکستان ته ډېرې اقتصادي ګټې راوړي، خو د هغه په باور دغه کار "د کشمیریانو د مبارزې او د شاوخوا ۱۰۰زره هغو کسانو وینې له پامه غورځول دي چې پدغه مبارزه کې مړه شوي دي."

عمران خان وویل: "نو پدې خاطر مونږ ته ممکن نده چې د [کشمیریانو] د وینې په تر پښو لاندې کولو سره د هند سره د سوداګریزو اړیکو په ښه کولو فکر وکړو. دا کار ممکن ندی."

د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر د نیمه خودمختارۍ سلبول د ملګرو ملتونو د پرېکړې خلاف دي چې له مخې یې د هند تر ادارې لاندې کشمیر د منازعې وړ ساحه ګڼل شوې ده.

خو نوی ډهلي د پاکستان اعتراض رد کړی او هغه یې د هند په داخلي چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده. هند ویلي دي چې د کشمیر د نیمه خودمختارۍ سلبول ددې ساحې د امنیت د ښه والي او د اقتصاد د ودې په خاطر دي.

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې رئیس وولکان بزکیر، په درې ورځني سفر کې له پاکستان او هند څخه وغوښتل د کشمیر د مناقشې لاندې ساحې په هکله د تفاهم له لارې پرمخ ولاړ شي او د حل یوه لاره ومومي، د هند د بهرنیو چارو وزارت سمدستي د ښاغلي بزکیر دغو څرګندونو ته غبرګون وښود او هغه یې "د نه منلو وړ" وبللې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې د یو بیان په خپرولو سره وویل: "کله چې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې برحاله رئیس ګمراه کوونکې او طرفدارانه څرګندونې ولري، هغه مقام ته ستر زیان رسوي چې په کې دنده تر سره کوي. د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې د رئیس چلند واقعا د تاسف وړ دی او په یقین سره چې په نړیواله کچه د هغه مقام راټیټوي."

XS
SM
MD
LG