د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د مبارزې پرته نه تسلمیږم او استعفا نه ورکوم


پداسې حال کې چې په پاکستان کې د صدراعظم عمران خان په واک کې د پاتې کیدو یا لیرې کیدو لپاره په پارلمان کې د رایو اچولو ته یوه ورځ پاتې، ښاغلي خان ویلي چې واک نه پریږدي او استعفا نه ورکوي.

ټاکل شوې د پاکستان ملي اسمبلي د سیاسي مخالفو ګوندونو په غوښتنې د جمعې په ورځ مارچ ۲۵ (وري۵) د صدراعظم په توګه د عمران خان د کار د دوام په هکله د رایو اچولو بهیر پیل کاندي چې ښایي ۷ ورځې وخت به ونیسي.

ښاغلي خان د سیاسي مخالفینو دې اقدام ته په غبرګون کې په یوې اعلامیې کې ویلي چې پرته لدې چې ددې رایې اچوونې نتیجه به څه وي خو دی به واک پرې نږدي او زیاته کړې یې ده چې د مبارزې پرته به تسلیم نشي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پداسې حال کې د واک ساتلو لپاره هلې ځلې کوي چې له یوې خوا د عدم اعتماد د رایه ګیرۍ سره مخ دی او په عین وخت کې د هغه د واکمن تحریک انصاف ګوند د لسو څخه ډیرو وکیلانو د سیاسي مخالفینو سره لاس یو کړی.

د ښاغلي خان ګوند د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا په پاکستان کې د ائتلافي حکومت مشري کوي او په پارلمان کې هم ډیر خاص اکثریت نلري. د ښاغلي خان متحدینو هم پدې تیرو څو ورځو کې په عامه توګه خبرداری ورکړی چې د پالیسیو پر سر د اختلاف له کبله یې عمران خان سره لارې بیلې کړي.

سیاسي مخالفینو د همدې میاشتې په سر کې په ګډه د واک څخه د عمران خان د لیرې کولو په هدف د نه باور د رای ورکولو غوښتنه وکړله او په ښاغلي خان یې تور ولګاوه چې بهرنۍ پالیسي او د هیواد اقتصادي چارې یې په سمه توګه ندي تنظیم کړي.

خو صدراعظم عمران خان او د کابینې وزیران یې دا تورونه نه مني او په سیاسي مخالفینو یې تور ولګاوه چې د تحریک انصاف ګوند وکیلانو ته یې د ګوند پریښودو لپاره رشوت ورکړی خو سیاسي مخالفینو او هغوي چې د ښاغلي خان څخه یې لار بیله کړې، دا تورونه یې رد کړي.

یو شمیر مبصرین او د پاکستان په پارلمان کې د سیاسي مخالفو ګوندونو غړي پدې اند دي چې تازه پرمختګونه داسې ښیي چې ګواکې د عمران خان او د پاکستان د پوځ تر منځ د اړیکو تار سست شوی.

خو ښاغلي خان پخوا ویلي چې د پاکستان پوځ یې تر شا ندی ولاړ او دا چې پوځ د هیواد په سیاسي چارو او جوړښتونو کې لاسوهنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG