د لاس رسي وړ اتصالات

په راولپنډۍ کې د وسله والو په یو مرکز چاپه


پولیسو ویلي په چاپې کې ۳ کسان نیول شوي چې شک کیږي د پاکستاني طالبانو غړي به وي.

د پاکستان د ترویزم ضد پولیسو د راولپنډۍ په ښار کې د وسله والو په یو پټ مرکز چاپه اچولې. پولیس وایي په چاپې کې ۳ مشکوک وسله وال نیول شوي.

د پولیسو په اعلامیې کې نن د دوشنبې په ورځ، ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) ویل شوي چې دې کسانو په پاکستان کې په چاودنو کې لاس درلود او پخوا یې د اسلام آباد د ونډو په بازار د برید کولو پلان هم جوړ کړی و.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې نیول شوي مشکوک کسان د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړي دي او د پیسو په بدل کې یې د ورانکارۍ فعالیتونه کول.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دې کسانو ته د افغانستان نه لارښونه کیدله خو دا یې ندي ویلي چې دا لار ښوونه چا او څنګه کوله.

د وسله والو پدې مرکز د چاپې نه یوه ورځ وړاندې په روالپنډۍ کې د پولیسو تهاڼې سره نږدې د سړک د غاړې د بم په چاودنې کې لږ تر لږه ۲۳ کسان ټپي شول.

روالپنډۍ د پایتخت اسلام آباد نه تقریباً ۱۵ کیلو متره جنوب لورې ته پروت ښار دی.

د پاکستان د پوځ د عمومي قوماندانۍ تر څنګ د استخاباراتو ادراه یا آی اس آی عمومي مرکز هم پدې همدې ښار کې موقعیت لري.

XS
SM
MD
LG