د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد : مظاهره کوونکو په دولتي تلویزیون برید کړی


د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې د تحريک انصاف او د پاکستان د عوامي تحريک پلویان د دولتي تلویزیون ودانۍ ته ننوتي وو او د رپوټونو له مخې یې د پي ټي وي د (پاکستان تلویزیون) د کارکوونکو سره تشدد هم کړی دی.

وروستني رپوټونه وایي چې د نیم ساعت ځنډ وروسته د تلویزیون خپرونې بیرته په عادي توگه پیل شوي او امنیتي ځواکونو مظاهره کوونکي له ودانۍ ایستلي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په سلگونو هغه مظاهره کوونکي ونیول چې د ملي تلویزیون ودانۍ ته ننوتي وو او د ملي تلویزیون نشرات یې قطع کړي وو.

د پارلمان د ودانۍ مخې ته د عمران خان او طاهر القادري د پلویانو مظاهرې لا هم روانې دي.

عمران خان او طاهرالقادري په مظاهره چيانو غږ کړی، چې دولتي ودانیو ته دې نه ننوځي. خو د پي ټي وي د دفتر مخې ته اوس هم مظاهره کوونکي راټول شوي او پوځیان یې مخې ته ولاړ دي .

د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ په نننیو نښتو کې د اسلام آباد د پوليسو د مشر عصمت الله جونېجو په گډون څلور پوليس ژوبل شوي دي .

د اسلام آباد په ريډ زون کې د تیرې شپې راهسې په روانو مظاهرو کې تر اوسه پورې د رپوټونو له مخې ۳ کسان وژل شوي، او شاو خوا۵۰۰ تنه نور ژوبل شوي دي .

تحريک انصاف او عوامي تحريک د صدراعظم نواز شریف د استعفې غوښتنه کوي او د دغو دواړو ډلو په زرگونو پلویان د ۱۷ ورځو راهسې په اسلام آباد کې په مظاهرو بوخت دي.

د حکومت ضد مظاهره کوونکي وایي تر هغه چې صدراعظم استعفې نه وي کړي دوی بیرته نه ځي، خو حکومت دغه غوښتنه رد کړی ده .

له بلې خوا د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحيل شريف په مشرۍ د پوځ قوماندانانو د شنبې په ورځ په دې موافقه کړې چې د زور استعمال مسله نوره هم کړکیچنه کوي او باید دغه مسله د وخت له ضایع کولو پرته له تشدد غیر په سوله ییزه توگه حل کړای شي.

XS
SM
MD
LG