د پاکستان سترې محکمې، لومړي وزیر یوسف رضا گیلانی ته یو یاد داشت صادرکړیدی او په هغې کې ویل شویدي چې عدالت ته یی سپکاوی کړی دی او د محکمې امریې نه دی تعقیب کړی چې په ولسمشر زرداري باندی د اداري فساد تورونه را وسپړي.
دغه یاد داشت چې نن خپورشویدی، لومړي وزیر ګیلاني ته امرکوي چې د جنورۍ په ١٩ دي محکمې ته حاضر شي. که چیري په محکمه کې مجرم وختی، نو ښاغلی گیلانی بندی کیدی شی او د صدارت د مقام نه لیري کیدی شي .
قاضیان د حکومت څخه غواړي چې په ولسمشر اصف علي زرداری باندی د اداري فساد تورونه چې د ١٩٩٠ د لسېزې د وخت تورونه دي را وسپړي.
خو تر اوسه پوري ښاغلي گیلانی دا خبره نه ده منلی ، وایی ښاغلی رزداری د هیواد د ولسمشر په حیث قانونی مصونیت لري.
د محکمی امر، د پاکستان په ملکي حکومت باندې چې هسی هم د جلا محکمې او د هیواد د پوځ سره په سخت جنجال کې لویدلی دی، فشارلا زیاتوي.
سترې محکمې یوه ډله ټاکلی ده چې د هغه نا امضا شوي یاد داشت په هکله څیړنه وکړي چې په کښي د ادعا له مخې د پاکستان حکومت د امریکا نه د پاکستان د پوځ په محارلو کې مرسته غوښتې.