د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرکټ شل اوریز نړیوال جام فاینل ته ورسېد


په استرالیا کې د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې نن چهارشنبې نومبر نهمه (لړم ۱۸) د پاکستان لوبډلې نیوزیلنډ ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او ددغه جام فاینل ته ورسېد.

نیوزیلنډ پچه وګټله، د لومړي بیټینګ پرېکړه یې وکړه او په شلو اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو، پاکستان ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.

پاکستان په ځواب کې ټاکلی هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو په نولسم اوور کې پوره کړه. د پاکستان لومړني توپوهونکو محمد رضوان او بابر اعظم دواړو د ۱۰۵ منډو ملګرتیا وکړه او د پاکستان په بري کې یې مهم رول ولوبوه.

د جام دوهمه نیمه پایلوبه سبا پنجشنبه د هند او انګلستان تر منځ کیږي، او ګټونکې لوبډله به یې د راتلونکې یکشنبې په ورځ له پاکستان سره په پایلوبه کې مخامخ کیږي.

افغانستان هم په دغه نړیوال جام کې و چې درې لوبې یې وبایللې او دوه لوبې یې د باران له کبله ونشوې.

پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې په انګلستان کې تر سره شوی شل اوریز نړیوال جام ګټلی و.

XS
SM
MD
LG