د لاس رسي وړ اتصالات

شریف: د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان ندي


غني: همدا اوس د افغانستان لپاره د دوستۍ معیار دا دی چې کوم هیواد یې په څنگ کې دریږي.
غني: همدا اوس د افغانستان لپاره د دوستۍ معیار دا دی چې کوم هیواد یې په څنگ کې دریږي.

جمهور رئیس غني د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو د هغې جملې څخه د دوه اړخیزو اړیکو تینگښت، د ترهگرۍ سره مبارزه او د سیمې د سولې او امنیت په هکله خبرې وکړې.

په دې لیدنه کتنه کې ښاغلي غني وویل چې همدا اوس د افغانستان لپاره د دوستۍ معیار دا دی چې کوم هیواد یې په څنگ کې دریږي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان سره د افغانستان اوسنی بحث د گډو گواښونو په هکله دی.

ښاغلي غني د پاکستان د صدراعظم سره په لیدنه کتنه کې د دې تر څنگ چې پر موجودو گواښونو باندې یې د افغانستان د ولس پر ارادې ټینگار وکړ وویل چې "د ملي یووالي حکومت هم یووالی لري او هم اراده او په قوت سره خپل کار ته دوام ورکوي".

ښاغلي غني وویل چې پر افغانستان پاکستان باندې نړیوال او سیمه ییز تروریزم جگړه تحمیل کړې ده او د هغه په وینا دغه دواړه هیوادونه د دې پدیدې پر وړاندې گډې مبارزې ته اړتیا لري. ښاغلی غني د آسیا هوساینه او ثبات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د گډې همکارۍ و گډ دید پورې اړوند وگاڼه.

د پاکستان صدراعظم نواز شزریف په خپلو خبرو کې وویل "د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان نه دي". د ښاغلي شریف دا خبره ښایي د افغانستان هغه ادعا ته اشاره وي چې پاکستان د ښه او بدو طالبانو په جلا کولو باندې تورن کوي.

ښاغلي شریف په افغانستان کې د طالبانو د یاغیتوب د محکومولو په ترڅ کې وویل چې پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو د هر ډول هڅې په واندې دریدلی او د افغانستان دښمن یې خپل دښمن وباله.

د پاکستان صدراعظم وویل چې د افغانانو په مالیکیت او رهبرۍ د افغانستان د سولې له پروسې څخه پلوي کوي او په دې اړه یې د خپل هیواد د هر ډول همکاري ژمنه وکړه. هغه ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به خپلې هغه ساختماني پروژې چې تر اوسه پورې نه دي بشپړې شوی، بشپړې کړي.

د نواز شریف سره په سفر کې د هغه هیواد لوی درستیز راحیل شریف، د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز او یو شمیر نور لوړپوړي مقامات شامل دي.

ښاغلي شریف د دې سفر په ترڅ کې همداشان د افغانستان د حکومت د لاجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره لیدنه او خبرې وکړې.

د ښاغلي عبدالله د دفتر ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي د پاکستان د صدراعظم سره د اجرائیه رئیس د خبرو محور د ترهگرۍ پر وړاندې پر گډې مبارزې او همداشان د اقتصادي اړیکو پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور د پیاوړي کولو او ښه کولو په هکله وې چې د ښاغلي رحیمي په وینا په وروسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې رامنځ ته شوي دي.

د کابل په هوایي ډګر کې د نواز شریف په مشرۍ پاکستاني پلاوي ته د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو هرکلی ووایه او بیا وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني په ارګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم او د ورسره پلاوي هرکلی وکړ.

د افغانستان او پاکستان مشران په ارگ کې د گارد د معاینې پر وخت
د افغانستان او پاکستان مشران په ارگ کې د گارد د معاینې پر وخت

د افغانستان د حکومت له جوړېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان صدراعظم افغانستان ته سفر کوي، خو تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ او د آی اس آی مشرانو ګڼ سفرونه کړي دي.

کابل ته د ښاغلي شریف د سفر وړاندې تیره اونۍ د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال رضوان اختر هم کابل ته په یو پټ سفر راغلی و. د رضوان اختر د سفر یوه ورځ وروسته د پاکستان پخواني جمهور رئیس آصف علي زرداري او پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني هم د کابل نه لیدنه کړې وه او له افغان چارواکو سره یې خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG