د لاس رسي وړ اتصالات

شاهد خاقان عباسي د پاکستان نوی موقت صدراعظم وټاکل شو


نوی صدراعظم به نن سې شنبې د لوړې مراسم ترسره کړي.
نوی صدراعظم به نن سې شنبې د لوړې مراسم ترسره کړي.

د پاکستان 'مسلم ليګ نواز' ګوند کانديد شاهد خاقان عباسي نن د ملي اسمبلۍ غونډې پر مهال ۲۲۱ رايې واخيستې.

د هغه په وړاندې د پیپلز ګوند کانديد نوید قمر ۴۷، د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا کانديد شیخ رشید ۳۳ او د جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله يوازې څلور رايې واخيستې.

د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین د دې هیواد د ملي اسمبلۍ غونډه ته د سې شنبې په ورځ (اگست ١) د نوي لنډ مهاله صدراعظم د ټاکلو لپاره وربللې وه.

نن به په ملي اسمبلۍ کې د غړو ټول شمیر ۳۴۲ دی خو د صدراعظم جوړېدو لپاره د ۱۷۲ رايو ګټل اړين دي.

دا ټاکنې تر هغه وروسته کیړي چې د جولايي پر ۲۸مه نیټه د پاکستان سترې محکمې د پانامه اسنادو په مقدمه اوریدو کې انتخاباتي کمیسیون ته د پوره شتمنیو نه ښکاره کولو په تور نواز شریف د صدارت څوکۍ لپاره نااهله وښودو.

د سترې محکمې له پریکړې وروسته نوازشریف پر ځان لګیدلې تورونه رد کړل او وې ویل، له ده سره چې کوم چلند شوی، د هغه مستحق نه وو.

په ورته حال کې د پاکستان انتخاباتي کمیسیون ويلي چې د ملي اسمبلۍ پر هکله به د راتلونکې سپټمبر مياشتې پر ۱۷مه نېټه ضمني ټاکني کېږي.

کمیسیون د سې شنبې په ورځ په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ويلي چې کاندیدان د اګست له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې خپل اسناد د غور او څیړنو لپاره درج کولی شي.

د ملي اسمبلۍ دا څوکۍ د سترې محکمې لخوا د نواز شريف د نااهله اعلانولو وروسته تشه شوې ده.

د 'مسلم ليګ نواز' ګوند وار له مخه پرېکړه کړې چې پر دې چوکۍ به د نواز شريف کشر ورور او د پنجاب ایالت والي شهباز شريف دروي تر څو د هېواد صدراعظمۍ ته لاره ومومي.

نورو ګوندونو لا تر دې دمه د خپلو کانديدانو د نومونو اعلان نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG