د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پاکستان پر ضد مظاهرې شویدي


کابل کې د پاکستان پر ضد مظاهرې شویدي
کابل کې د پاکستان پر ضد مظاهرې شویدي

په سلګونو کسانو نن د شنبې په ورځ په کابل کي مظاهره وکړه او لکه څنګه چي افغانستان وایي د سرحد د ها خوا نه یې د راکټونو په حملو باندي چي په لسګونو خلک یې وژلي دي، اعتراضونه وکړل.

مظاهره چیانو له دې کبله اعتراضونه کول چي په دې وروستیو وختو کي په دغو حملو کي ٣٦ کسه وژل شوي دي او شعارونه یې ورکول چي « مړ دي وي پاکستان » په وژل شوو کسانو کي ماشومان هم وو.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ددوشنبې په ورځ په کابل کي د پاکستان د پوځ د لوی درستیز ( جنرال اشفاق کیانی ) سره وکتل او ددغو راکټي حملو د ختمولو غوښتنه یې ترې وکړه.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال ( اطهر عباس ) وویل چي د پاکستان اردو هیڅ کوم راکټ په ارادي توګه د افغانستان په خاوري باندي نه دی وار کړی، مګر امکان لري چي کوم یو به یې د افغانستان په خاوري باندی په تصادفي توګه هغه وخت لګیدلی وي چی د پاکستان امنیتي قواوي یې په یاغیانو باندي استعمالوي. رپوټونه وایي چي جنرال کیاني ښاغلي کرزي ته وویل چي په دې باب به تحقیقات وکړي.

آطهر عباس دا هم وویل چي په تیره یوه میاشت کي یاغیانو د افغانستان د خاوري نه په پاکستاني تاڼو باندي پنځه حملې کړي دي. هغه وویل چي په دې حملو کي چي په شمال لویدیځه قبایلي سیمي کي شوي دي، د پاکستان ٥٥ تنه ملیشه عسکر وژل شوي او ٨٠ کسه زخمي شوي دي

د افغانستان او پاکستان تر منځ روابط له دې کبله خړپړ شوي دي چي دواړه ملکونه یو بل په دې ملامتوي چی په خپلو سرحدي سیمو کي د یاغیانو د فعالیتونو د مخنیوي د پاره کافي اندازه کار نه کوي.

XS
SM
MD
LG