د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا واېې د پاکستان په سیاسي بحران کې ښکیل نه یو


د امرېکا د بهرینو چار وزارت د ویاند مرستیاله مارېه حارف
د امرېکا د بهرینو چار وزارت د ویاند مرستیاله مارېه حارف

د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کی د جمعې په ورځ هم زرگونو احتجاج کوونکو د پارلمان د دوانۍ مخې ته خپل احتجاجې ناستې جاري وساتلې او د صدراعظم نواز شریف د استعفا غوښتنه ېې کوله.

د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان خپلو پلویانو د وینا مهال په وار وار امریکا په دی تورنه کړه چې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوې او د نواز شریف ملاتړ کوی. واشنگټن دا تور رد کړې دی.

تحریک انصاف گوند مشر عمران خان خپلو پلویانو ته وینا کوي
تحریک انصاف گوند مشر عمران خان خپلو پلویانو ته وینا کوي

د امرېکا د بهرینو چار وزارت د وېاندې مارېه حارف د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "مونږ د دواړو خواو په خبرو اترو او مذاکراتو کی په هېڅ ډول ښکیل نه یو، او که څوک په دې فکر وي چې امرېکا به څه رول ولري نو دا خبره صیح نه ده. مونږ په دې باور ېوو چې د روان سېاسی بحران د ختمولو لپاره باېد په سوله اېزه توگه بحثونه وشې او د هر ډول داسې هڅې باید ډډه وشي چې په غېر قانوني توگه دې حکومت بدل شي"

د پاکستان د سېاسي چارو څارونکي واېې که د نواز شرېف حکومت پرضد احتجانونه همدغه شان دوام ومومي او سېاسی بن بست جاري وي، نو پاکستان چی پوځ ېې په اتومی وسلو سمبال دی او څو وارېې په ولسي حکومت کودتاوی کړې دي، او که بیا پوځ واکمن حکومت لیری کړی نو اقتصاد او سېاست ته به ېې دومره زېان ورسېږي چې بېا به ېې له سره چاره ناممکنه وي.

د تحریک انصاف گوند پلو یان
د تحریک انصاف گوند پلو یان

پروسږکال په پاکستان کې د پارلماني انتخاباتو نه وروسته کله چې د ېوه برحال حکومت له خوا په سوله اېزه توگه بل حکومت ته قدرت ورحواله شو، نو گومان کېده چې په پاکستان کې د ډېموکراسۍ رېښې ژورې شوې دي او د سېاسی بی ثباتي ځاې به پکښې نه وی.

خو د څوارلس مېاشتو وروسته حکومت له بحران سره مخ شوې دی او د دوو مخالفو گوندونو په مشرۍ په لس گونو زرو خلکو د نواز شرېف د حکومت د رانسکورولو لپاره په اسلام اباد کې د پارلمان د دوانۍ مخکې ته احتجاجونه پېل کړي.

د کورنېو چارو وزېر چودري نثارعلي خان د جمعې په ورځ خبرېالانو ته ووېل چې ددغو احتجاجي غونډو له امله په هیواد کی د خلکو ژوند گډوډ شوې دی، تجارتي فعالېتونه په ټپه درېدلي دي او تعلېمي ادارې تړل شوي دي.

د سیاسي چارو ځېني څارونکي په دې نظر دي چې روان سېاسي کړکیچ که زر حل نه شو نو په پاکستان کی د ډېموکراسۍ پروسه به تاوان ومومي .

په اسلام اباد کی د قانون جوړولو، شفافېت او پرمختگ د څېړولو د انسټېټوټ مشر احمد بلال محبوب واېې "مونږ خو گومان کاوه چې ډېموکراسۍ وده موندلې ده او که همدغسې ېې دوام وکړ نو ېوه باثباته دېموکراتېکي دوره به راشي. که موجوده احتجاج محض د قانون په چوکاټ کی د سېاسی بدلون لپاره رابلل شوې واې مونږ به دومره خپه نه واې خو په وچ زور د حکومت د راچپه کولو لپاره هلې ځلې کول د پرېشانۍ وړخبره ده"

هغه زیاتوې چې چارواکي دې ژرعملی گامونه پورته کړي او د تیرکال په پارلماني انتخاباتو کی د ټگۍ او برگۍ کوم تورنه چې لگول شوي دي باېد تحقیقات یی وکړي او روانه شخړه باېد حل شي.

هغه وایي "مونږ پخواهم ډېرې داسې تجربې وکړې خو څه نتېجه ېې ورنه ګړه، داځلې خو په ښکاره ډول د پوځي مداخلې څه آثار په سترگو نه لېدل کېږي خو که حالات خراب شول او اقتصاد سقوط وکړ نو د پوځی کودتا لپاره به لاره خلاصه شي"

د پاکستان پوځ د سه شنبی په ورځ خبردارۍ ورکړ چې دواړه خواوې دې له صبر او سېاسی بصېرت نه کارواخلي او د تفام لاره باېد خلاصه شي.

د پاکستان د دفاع وزېر خواجه محمد اصف واېې "دا وخت د پاکستان ملت دپاره ،د هیواد لپاره د سرنوشت د ټاکوشېبه ده، نوې سېاسی رواجونه د جوړېدو په حال کی دي ، مخالفان خوغواړي چې پوځ مداخله وکړي او اساسی قانون تر پښو لاندی شي مگر پوځ مداخلې نه ډډه کړې ده او ټولې گنگوسې یې ختمې کړې دی."

د سېاسی چارو کارپوهان په دی باور دی چې فعلا پوځ ددی هڅي کوې چې دا سېاسی جنجال د مذاکراتو له لارې حل شي. او ددی امکان نشته چې د قدرت دی ونیسي ځکه چې له ېوې خوا هغوۍ د پاکستان په شمال ختېځو برخو کې له ډیره وخت رایسي د طالبانو پر ضد په پوځي عملېاتو بوخت دي او له بلې خوا د پاکستان کمزوره اقتصاد دی او د انرژۍ کمښت بحران هم ورځ په ورځ زیاتیږي .

XS
SM
MD
LG