د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت د تاوتریخوالي په وړاندې د پوځ مرسته غوښتې


په پاکستان کې پولیسو له اعتراض کوونکو سره نښتې کړې
په پاکستان کې پولیسو له اعتراض کوونکو سره نښتې کړې

د "تحریک لبیک یا رسول الله" په نامه د اسلامپاله گوند د مظاهرو د مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت د هغه هیواد د پوځ څخه مرسته غوښتې ده.

د پاکستان پولیسو په اسلام آباد کې د تحریک لبیک د نوي اسلامپاله ګوند د پلويانو پر خلاف عملیات کړي دي چې د لویو لارو د تړلو لپاره یې د پلازمینې سره نږدې په یو چوک کې د اعتراض په توګه کمپ جوړ کړی و.

پولیسو ددې ګوند د پلویانو پر خلاف هغه وخت عملیات پیل کړل چې د نیمې شپې وروستۍ مظاهره کوونکو ته د اعتراض د ختمولو ورکړل شوې نیټه پای ته ورسیده او شاوخوا درې سوه معترضینو د سیمې د پریښودلو په اړه د حکومت وروستۍ خبرداري له پامه وغورځاوه.

دغه عملیات په داسې حال کې په نښتو بدل شول چې پولیسو د دغه ګوند د پلویانو د خورولو او د هغوی د کمپ د نړولو لپاره هڅه پیل کړه.

د روغتونونو چارواکو ویلي چې د عملیاتو په ترڅ کې له سلو زیات کسان ټپان شوي چې زیاتره یې پولیس دي.

د تاوتریخوالي په ترڅ کې په رسنیو بندیز لگول شوی

د پاکستان په زیاتو برخو کې د خصوصي تلویزونونو خپرونې قطع شوي او د فیسبوک، ټویټر او یوټیوب په څیر ټولنیزې رسنۍ هم تړل شوي دي.

د تحریک لبیک یا رسوالله په نامه د سخت دریځه گوند د مظاهرو د سرکوبولو جریان هم د امنیتي مقاماتو له لورې منع شوی و.

د پاکستاني رسنیو په وینا تر اوسه نه ده څرگنده چې د مستقیمو تلویزیوني خپرونو د قطع کولو امر چا کړی و.

په پیښور کې هم د نن ماسپښین راهیسې یواځې د دولتي تلویزیونونو خپرونې روانې وې او خصوصي تلویزونونه نه لیدل کیدل.

د تلویزیوني خپرونو بندول ددې سبب شوي چې یو شمیر ژورنالیستان پر حکومت باندې انتقادونه وکړي.

د رپوټونو له مخې د حکومت ضد اعتراضونه د پاکستان نورو ښارونو ته غځیدلي او د دې ګوند پلویانو په کراچۍ، لاهور، پیښور او د حافظ آباد ګوجرانواله کې مظاهرې کړې دي.

د اعتراضونو پیل

د تحریک لبیک پلویانو د پاکستان د اسلام آباد ورځنی ژوند د هغه وخت راهیسې له خنډونو سره سره مخ کړی و چې شل ورځې دمخه یې د پلازمینې په یو چوک کې د اعتراض په توګه یو کمپ جوړ کړ.

دغه ګوند د پاکستان د قانون وزیر زاهد حمید ګوښه کیدل غواړي او تور لګوي چې هغه د ټاکنو د لوړې په قانون کې د بدلون په راوستلو سره دین ته سپکاوي کړی و، خو حکومت وايي چې دا یوه کتبي سهوه وه.

دغه ګوند چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پر سیاسي افق څرګند شوی تیره میاشت یې په پیښور کې د ملي اسامبلې لپاره د یوې تشې شوې څوکۍ ټاکنې وګټلې.

XS
SM
MD
LG