د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې په مظاهرو بندیزو ولګوه


عمران خان وايي اسلام اباد ته به ځان رسوي چې مظاهره وکړي
عمران خان وايي اسلام اباد ته به ځان رسوي چې مظاهره وکړي

د پاکستان په مقاماتو باندې له دې کبله سخت انتقادونه شوي دي چې د سیاسي مبارزینو مخه یې نیولې ده چې د حکومت ضد مظاهرې و نه کړي، مګر نورې افراطي ډلې ټپلې پريږدي چې په اسلام اباد کې غونډې وکړي.

د پاکستان د حکومت مخالف سیاسي ګوند، چې مشر یې عمران خان دی، پلان لري چې، د چارشنبې په ورځ د اسلام اباد پر لوري حرکت وکړي او هلته یې د صدراعظم نواز شریف پر ضد مظاهره وکړي.

د هغوی لویه غوښتنه دا ده چې باید صدراعظم نواز شریف استعفی وکړي، ښاغلی شریف په اداري فساد تورن دی.

خو حکومت په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ په ټولو سیاسي او مذهبې غونډو بندیز لګولی دی او سلګونه کسان نیول شوي او بندیان شوي هم دي.

د حکومت د دغه کار هدف دا دی چې د اسلام اباد ښار ته د نورو سیاسي ډلو د پلویانو د ورتګ مخه بنده کړي.

اسلام اباد ته غځیدلی لاری بندې دي، پولیسو کارګران په ډنډو ووهل چې خواره واره شي او ښار ته داخل نه شي. عمران خان چې اسلام اباد ته نژدې د خپل ګوند له لوړ پوړیو مشرانو سره په کور کی بند دی، ژمنه کړېده چې د نومبر په دویمه به په دغه ښار کې غونډې ته ورځي.

په داسی حال کی چې د جمعې په ورځ ټوله ورځ د تحریک انصاف ګوند پلویانو د پولیسو سره نښتې وکړي.

په همدې حال کې د یوې بلې مذهبې ډلې د، اهل سنت و الجماعت، ګوند د اسلام اباد د ښار په مرکزي برخه کې د حکومت د بندیز با وجود غونډه وکړه. د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه ګوند کلنۍ غونډه درلوده او ډیر د وخته یې اجازه اخستی وه.

XS
SM
MD
LG