د پیښور مشهور تاریخي جومات قاسم علي خان جومات چې د تیرو یو سلو نوي کالو نه د دې سیمې د خلکو دپاره د روژې او د اختر د اعلان یوه مرجع ده، دا ځل ېې هم د مرکزي حکومت د اعلان برخلاف یوه ورځ مخکې د روژې د میاشتې د لیدل کیدو اعلان وکړو.
د امریکا غږ آشنا راډیو سره په ځانگړې مرکه کې د قاسم علي خان جومات خطیب مفتي شهاب الدین پوپلزي ویلي چې دوي شرعي شهادتونه ترلاسه کړل او مرکزي رویت هلال کیمټه ېې خبره کړه، خو هغوي ورته ارزښت ورنکړ. نو ځکه دوي په خپل سر د روژې اعلان وکړ.
مفتي شهاب الدین پوپلزی وايي چې د دې اختلاف اساسي سبب دا دی چې دوي زموږ شرعي شهادتونه بې معنا بولي، او مرکزي حکومت مذهبي ورځو ته ارزښت نه ورکوي او د یوې کلتوري میلې په سترگه ورته گوري. نو ځکه دوي ورسره اختلاف لري او د مرکز فیصلې د اسلامی شریعت په رڼا کې ناسمې بولي او نه ېې مني.
د مفتي شهاب الدین پوپلزي سره د امریکا غږ آشنا راډیو خبریال مطیع الله عابد مرکه کړیده چې دلته ېې اوریدئ شئ