د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بیو د ثابت ساتلو په خاطر د آی ام اف غوښتنه ونه منله


د پیسو نړیوال وجهي صندوق (آی ام اف) د پاکستان د حکومت څخه غوښتي چې د تیلو او برېښنا لپاره حکومتي سبسیډي (مرستې) ودروي، خو حکومت د شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي۱۰) دغه غوښتنه ونه منله او ویې ویل چې د بیو د ثابت ساتلو لپاره به حکومتي مرستې او سبیډي په خپل حال وساتي.

پاکستان د آی ایم اف دا غوښتنه پداسې حال کې رد کړې چې ټاکل شوې بله میاشت د پاکستان لپاره د شپږ ملیاردو ډالرو د ورکولو ارزیابي پیل شي چې په ۲۰۱۹ کال کې لاسلیک شوې. په پاکستان کې د تیلو او برېښنا بیې په هرو دوو اونیو کې ارزیابي کیږي.

د پاکستان د مالیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې نوي ټاکل شوي صدراعظم شهباز شریف د پټرولیم تولیداتو د بیو د لوړولو وړاندیز ځکه ونه مانه چې نه غواړي په مصرف کوونکو بوج ډیر شي.

د پاکستان حکومت باید د اپریل نه د جون تر میاشتې د تیلو او برېښنا سکټورونو ته د سبسیډي په خاطر ۲ ملیارډه ډالر ورکړي ؛ دا د حکومتي مرستې د هغه موافقې له مخې کیږي چې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان اعلان کړی و.

سره لدې چې د تیلو او برېښنا د قیمتونو د لوړیدو په خاطر د پاکستان په حکومت فشارونه ډیر شوی خو ټاکل شوې چې د آی ایم ایف استازي د مۍ په میاشت کې دې هیواد ته ورشي چې د پور ورکولو او مالي مرستو د ارزیابۍ په ۷مې غونډې کې برخه واخلي او د پالیسو په هکله به خبرې وکړي.

پاکستان د پیسو د نړیوال وجهي صندوق څخه د دې مرستو ډیروالی غواړي.

که چیرته دغه ارزیابي بشپړه شي، پاکستان ته به ۹۰۰ ملیونه امریکایي ډالر ورکړل شي او هم ددې هیواد سره د نورو مالي مرستو لپاره لار پرانیستل شي.

پاکستان بهرنیو مالي مرستو ته په اوس وخت کې سخته اړتیا لري او د بهرنیو اسعارو اندازه یې هم ۱۰.۵ ملیاردو ډالرو ته راټیټه شوې. دا پدې معنی چې پاکستان پدې پیسو کولی شي د دوو میاشتو څخه د کمې مودې لپاره واردات وکړی شي.

XS
SM
MD
LG