د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دوه نیول شوي هندي دپلوماتان خوشې کړل


په نوي ډهلي کې د پاکستان کمیشن

پاکستان دوه هندي دپلوماتان چې د دوشنبې په ورځ د چارواکو په وینا په یوه ترافیکي پیښه کې د ښکیلتیا په وجه توقیف شوي وو، خوشې کړل.

پاکستان په اسلام آباد کې د هند د سفارت دوه دپلوماتان د لنډې مودې توقیف وروسته بیرته خوشې کړي دي. دغه دوه دپلوماتان چې پرون یې د بې درکه کیدو خبر خپور شوی و، د موټر د ټکر کیدو وروسته د پیښې له ځایه تښتیدلي وو.

د اسلام آباد پولیسو ویلي چې دغه دوو هندي دپلوماتانو پاول سلواداس او دویمو برهما، د بې پروا موټر چلونې په وجه د لنډې مودې لپاره تاڼې ته بیول شوي وو. د پولیسو په وینا دوی هڅه کړې وه چې د پیښې له ځایه وتښتي، خو په صحنه کې حاضرو کسانو یې د تیښتې مخه نیولې وه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې د پاکستان د عالي کمېشن مرستیال ورغوښتی و او ورته یې ویلي وو چې دغه دوه دپلوماتان باید ژر تر ژره خوشې شي.

په پاکستان کې د هند د عالي کمېشن دا دوه چارواکي داسې مهال نیول شوي وو چې څو ورځې مخکې هند د پاکستان د عالي کمېشن دوه چارواکي د جاسوسۍ په تور له هند څخه وشړل.

هندي چارواکي وايي له دغې پېښې وروسته په اسلام اباد کې د هغوی سیاسي استازي ځورول کیږي.

عالي کمېشنونه د دواړو هېوادونو ترمنځ دپلوماتیک فعالیتونه، د ویزو او پاسپورټ خدمتونه مخ ته وړي.

هند او پاکستان له ډېرو پخوا څخه په خپلو سره ښې سیاسي‌اړیکې نه پالي او تېرکال د دوی ترمنځ خبره تر جګړې هم ورسېده.

XS
SM
MD
LG