د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د ویزو ورکولو بهیر پیل کړ


پاکستان سپټمبر لومړیو ګې جلال اباد کې ویزو د ورکولو په بهیر کې د ننګرهار د ولایتي چارواکو د مداخلې وروسته خپله قونسلګري وتړله.
پاکستان سپټمبر لومړیو ګې جلال اباد کې ویزو د ورکولو په بهیر کې د ننګرهار د ولایتي چارواکو د مداخلې وروسته خپله قونسلګري وتړله.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د څه باندې یوې میاشتې تر تړل کېدو وروسته نن د دوشنبې په ورځ ( تلې ۱۶ مه) بېرته د ویزو د ورکولو بهیر پیل کړ.

نن د سهار راهیسې ګڼ شمېر خلک د ویزې اخیستلو لپاره د قونسلګرۍ مخې ته په کتارونو کې ولاړ لیدل کیدل.

عبد القدیر چې د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکی دی امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل:" تر اوسه خو کار ښه روان دی خو هیله ده که همداسې تل پاتې شي".

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل" ټاکل شوې وه چې قونسلګري تېره ورځ پرانیستل شي، خو قونسلګرۍ وویل لوړو مقاماتو ورته لا څه نه دي ویلي، نن دوشنبه سهار د ویزې د ورکړې لپاره پروسه پیل شوې او خلک به په ډېرې اسانۍ ویزې تر لاسه کړي.".

د ننګرهار ولایتي ادارې د ویزې اخیستلو لپاره یو مهال ویش خپور کړی دی چې له مخې یې پنځه ورځې د ننګرهار ولسوالیو او د اونۍ یوه ورځ د پکتیا، خوست، غزني، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ته ځانګړې شوې ده.

د ویزو مهال ویش

د یکشنبې په ورځ د پکتیا،خوست، غزني،کونړ ،نورستان او لغمان ولایتونو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کیږي .

د هرې دوشنبې په ورځ د (روداتو ، پچیراګام،چپرهار ،حصارک ،خوږیاڼو او د شیرزادو ولسوالیو تذکرو لرونکو او عمومي کوچیانو ) ته ویزې ورکول کیږي .

د هرې سې شنبې په ورځ د " هسکې مینې، کوټ، غني خیل،اچین،نازیان او دوربابا ولسوالیو " تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کیږي .

د چهارشنبې په ورځ د"بټي کوټ، دره نور،کامې،کوز کونړ،ګوشتې، مومندرې او لعلپورې ولسوالیو" تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کیږي .

د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د اته ناحیو، بهسودو او سره رود ولسوالیو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کیږي .

د دې جدول له مخې په ټاکلې ورځ یوازې د اړونده سیمو خلکو ته ویزې ورکول کیږي اود نورو سیمو اوسیدونکو ته ویزې نه ورکول کیږي .

خو د نورو ولایتونو ډېر شمېر اوسېدونکي وايي چې د ویزو د ورکړې مهال ویش سم نه دی ترتیب شوی او په دې مهال ویش کې پنځه ورځې ننګرهار او یوه ورځ شپږو نورو ولایتونو ته ځانګړې شوې، چې د ویزو غوښتنو شمیر ته په کتنې ډیرو ورځو ته اړتیا لیدل کیږي.

د کونړ ولایت اوسېدونکی محمد لایق سمون امریکا غږ ته وویل "ننګرهار ته پنځه او موږ شپږو ولایتونو ته یوه ورځ دا نو څنګه کېدای شي، موږ غواړو ولایتونو ته ورځې زیاتې کړي".

خو د ننګرهار د والي ویاند وايي که نورو ولایتونو ته رسېدګي نه شوه کېدای نو په مهال ویش کې تغیر هم راوستلی شي.

XS
SM
MD
LG