د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې انلاین مظاهرې : حکومت انټرنیټ محدود کړی


په پاکستان کې چارواکو یکشنبه ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۶) وروسته تر هغه د انټرنیټ ځیني خدمات محدود کړل او مهمو ټولنیزو شبکو کارېدل یې بند کړل چې د مخکني صدراعظم عمران خان پلویانو انلاین مظاهرې پیل کړې.

د تحریک انصاف ګوند دا مظاهرې د "مجازي ځواک ښودنه" بللې او وایي ځکه یې دا کار کړی چې حکومت د دې ګوند کار کوونکي ځپلي دي او هم یې انتخاباتي غونډې ګډوډې کړي.

د تحریک انصاف ګوند د دې (انلاین جلسو) په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، " داسې اقدام چې توقع یې کیده، نا مشروع او فاشیست رژیم د انټرنیټ چټکوالی ورو کړی او په ټول پاکستان کې د دې ګوند تاریخي مجازې جلسې څخه وړاندې یې ټولنیزې شبکې ګډې وډې کړې."

د ګوند په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د حکومت همدې کړڼې څخه څرګندیږي چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند د محبوبیت څخه څومره ویره لري.

د نیټبلاکس په نامه یوه خپلواکه اداره چې په ټولې نړۍ کې د انټرنیټ خدمات او ډیجیتلي حقونه، سایبري امنیت او حکومتداري څاري، هم تائید کړې چې په پاکستان کې د انټرنیټ خدمات ګډوډ شوي و.

دې ادارې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند انلاین جلسې پیل کیدو څخه وړاندې په پاکستان کې د فیس بوک، انسټګرام، یوټیوب او اکس شبکو خدمات ګډوډ و. د پاکستان حکومت تر اوسه د دې ادعاوو په هکله تبصره نده کړې.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند غړیو دا انلاین جلسه داسې مهال ترتیب کړې چې چارواکي په پاکستان کې د راتلونکي کال د فبرورۍ د اتمې نېټې عمومي انتخاباتو ته تیاری نیسي.

د پاکستان حکومت چې د پوځ ملاتړ ورسره دی، د عمران خان د ګوند جګپوړو غړیو په ګډون یې د دې ګوند د غړیو ځپل پیل کړي. پخواني وزیران او د پارلمان غړي یې پدې تور نیولي چې ګنې تېرکال یې د مۍ په میاشت کې د حکومت ضد مظاهرو کې لاس درلود.

د پاکستان یوې محکمې دسمبر په ۱۳ مې پخوانی صدراعظم عمران خان په رسمي ډول د حکومت د رازونو په افشا کولو تورن کړ، هغه حکم چې د دغه هېواد په انتخاباتي سیالیو کې د عمران خان په وړاندې یو بل خنډ جوړوي.

۷۱ کلن عمران خان د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې ادعا وکړه چې متحده ایالات د پاکستان له ځواکمن پوځ سره په همکارۍ د هغه په ګوښه کولو کې لاس درلود. پاکستاني او امریکایي چارواکو دا تور رد کړی دی. په نوموړي تور لګول شوی چې د هیواد د رسمي رازونو د ساتنې له قانون څخه یې سرغړونه کړې او د شخصي سیاسي ګټو لپاره یې په متحده ایالاتو کې د پاکستان د سفیر پټې خبرې افشا کړي دي.

عمران خان ادعا کړې چې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونالډ لو، ظاهراً په واشنګټن کې د پاکستان له پخواني سفیر اسد مجید خان څخه غوښتي چې د پاکستان پوځي مشرتابه ته ووایي چې عمران خان د پارلمان د نه باور رایې له لارې لرې کړای شي، ځکه چې د دغه هېواد پخواني صدراعظم پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په اړه ناپیلتوب غوره کړی دی.

کله چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین باندې بشپړ پوځي برید وکړ، عمران خان په یو رسمي سفر مسکو ته ولاړ او هلته یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.

عمران خان له ډېرې مودې راهیسې دغه خبرې د خپلې ادعا د ثبوت په توګه مطرح کوي چې د پاکستان په پارلمان کې د نه باور رایه او له واکه د ده ګوښه کېدل د پاکستان په سیاست کې د امریکا د لاسوهنې پایله وه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، عمران خان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د مجید خان د ډپلوماتیکو خبرو محتوا د نورو سرچینو له خوا رسنیو ته وړاندې شوې ده.

د لومړي ځل لپاره د امریکا انټرسیپ خپرونې د روان کال د اګست په میاشت کې یو متن خپور کړ چې ګواکې د ډونلډ لو او اسد مجید خان ترمنځ خبرې دي او دا لیک د مجید خان له خوا لیکل شوی و. په دې متن کې ادعا شوې، چې ډونالډ لو ګواښ کړی و، چې که عمران خان په پاکستان کې په واک کې پاتې شي، امریکا به دغه هېواد په نړیوال ډګر کې منزوي کړي.

د وکیلانو په وینا، که خان په دې قضیه کې مجرم ثابت شي، نو د قانون له مخې به په ۱۴ کاله بند او حتی د مرګ له سزا سره مخامخ شي. دا دویم ځل دی چې خان په رسمي ډول د حکومتي رازونو د افشا کولو په تور محکوم کیږي.

د پاکستان سترې محکمې د لومړۍ پرېکړې په تړاو ویلي وو، چې په دې قضیه کې سمه کړنلاره نه ده تعقیب شوې. عمران خان د اګست په لومړیو کې د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د هغه د صدارت پر مهال د دولتي سوغاتونو د پلورلو په تور په درې کاله بند محکوم شو.

که څه هم عمران خان له ځینو تورونو بري شو، خو تاوتریخوالي ته د خپلو پلویانو د هڅولو او د حکومت د رازونو د افشا کولو په ګډون د دغو قضیو په تړاو په زندان کې دی. نوموړی د اداري فساد د تورونو له امله په ټاکنو کې له ګډون نه منع شوی، خو د عمران خان قانوني ډله هڅه کوي، چې نوموړی په ضمانت خوشې شي او سزا یې لغوه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG