د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سولې په تړاو د پاکستان هڅې رېښتوني دي؟


د افغانستان د سولې په پروسې کې د پاکستان خورا مهم بلل کیږي خو ایا پاکستان په ریښتیا غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې د پروسې د پیل کیدو په اړه ویلي دي چې هغوي به خپله برخه رول ولوبوي.

د پاکستان د سیمې په امنیت کې د مهم رول له کبله امریکا هم د پاکستان نه پرله پسې غوښتي چې مثبت رول دې ولوبوي خو د ځینو کارپوهانو په وینا پاکستان اوس هم په سیمې کې د طالبانو پناهځایونه لري او د ریښتوني سولې لپاره دغه سوال زیات مهم دی.

د پاکستان پخوانی سناتور افراسیاب خټک امریکاغږ ته وویل چې پاکستان ته پکار ده اوس ریښتونې هڅې وکړي ځکه دا پخپله د پاکستان په گټه ده.

ښاغلی خټک وایي: "پاکستان په خپله خاوره د طالبانو د پناهځایونو د ختمولو سره د افغانستان د سولې سره ریښتونې مرسته کولی شي."

ښاغلي خټک زیاته کړه چې په داسې کولو سره به پاکستان په اصل کې هغه ژمنې هم پوره کړي چې د ترهگرۍ د ختمولو لپاره یې په ٢٠١۴ کال کې د خپل ولس سره کړې وی.

خټک زیاتوي: "دا خبرې به یواځې خبرې پاتې شې که په افغانستان کې د تشدد د ختمولو کوښښ ونه شو. په یو ملک باندې غیر دولتي اشخاص تپل سوله نشې ضمانتي کولی .پکار ده گاونډیان د خپلو گډاگیو د مخکې کولو پرځاې د افغانستان د دولت د قانون سره مرسته وکړي."

د یادونې وړ ده د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د امریکا خاص استاځي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د پاکستاني چارواکو سره یې خبرې شویدي چې د هغې نه وروسته د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفورهم پخپل ټوېټر ولیکل "ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدنه کې د افغان سولې او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې کړي، خلیلزاد افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلي او د پاکستان د پوځ مشر ویلي چې، په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره مهمه ده او په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره به همکاري وکړي"

په امریکا کې د سیاسي چارو کارپوه عاصم یوسفزی امریکاغږ ته وایي چې پاکستان اوس پدی پوهه شویدی چې نړیوال په افغانستان کې جوړ جاړي ته تیار شویدي. او پاکستان د خپل کمزوري اقتصادي وضع له کبله پدی لړ کې د امریکا سره مرستې ته تیار شویدی.

هغه وویل: "د امریکا د مالي مرستو د بندیدو له کبله په پاکستان فشار زیات شویدی او اوس پاکستان غواړي چې د پیسود نړیوال صندوق نه پیسې هم ترلاسه کړي چې هغه د امریکا نه پرته نشې کیدی."

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه چې هم لدی کبله پاکستان افغان طالبان خبرو ته اماده کړیدي. هغه وویل چې پاکستان دا هم غواړي چې طالبان د حکومت برخه شي او دا یې موقع ده.

د ولسمشر ټرمپ د دورې د پیلیدو نه وروسته د امریکا او پاکستان اړیکې خرابي شویدي لیکن د عمران خان حکومت وایي کوښښ کوي چې د دواړو ملکونو اړیکې سمې شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG