د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او روسیه گډ پوځي تمرینات پیلوي


د روسیې حکومت اعلان کړیدی چې پاکستان او روسیه د یکشنبې د ورځې نه گډ پوځي تمرینات پیلوي

د روسیې د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وایي چې د پاکستان سره به د یکشنبې په ورځ گډ پوځي تمرینات پیلوي.دغه تمرینات به دوه اونۍ دوام وکړي او د دواړو ملکونو ٢٠٠ عسکر به پکې برخه واخلي.

دغه تمرینانو ته د دوستۍ تمریناتو نوم ورکړل شویدی.

اعلامیه وایي چې په دغو تمریناتو کې به د روسیې ٧٠ تنه عسکر برخه ولري. دغه تمرینات د پاکستان د پیښور ښار ته نژدی د چراټ په سیمې کې ترسره کیږي.

د پاکستان او روسیې ځواکونو په ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کال کې هم گډ پوځي تمرینات ترسره کړیدي.

XS
SM
MD
LG