د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو، راتلونکې میاشت د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه هند ته سفر کوي.

هند به د روان ۲۰۲۲ کال، د مې د میاشتې پر څلورمه او پنځمه نېټه د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ، د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۲۰ (وري۳۱) خبریالانو ته وویل: "په دغه غونډه کې زموږ ګډون، د شانګهای د همکاریو سازمان منشور ته د پاکستان ژمنتیا او همدا راز زموږ د بهرنۍ پالیسۍ د توافقاتو اهمیت او لومړیتوبونه په ډاګه کوي."

تر ۲۰۱۶م کال وروسته، دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی پاکستاني ډپلوماټ ددغه هېواد تاریخي رقیب – هند ته سفر کوي.

وروسته تر هغه چې هند په ۲۰۱۹ کال کې، د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې د ځانګړې خودمختارۍ حق لغوه اعلان او په سېمه کې یې سخت امنیتي تدابیر نافذ کړل، پاکستان له هند سره خپلې ډپلوماټیکې اړېکې پرې کړې او دواړو هېوادونو خپل جګپوړي ډپلوماټان او د قونسلي څانګې کارکوونکي خپلو هېوادنو ته ور وغوښتل.

که څه هم تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د هندي چارواکو سره لیده کاته ولري، خو بله خوا بیا شنونکې دغه سفر مهم ارزوي.

په دې اړه اسلام اباد کې میشته شنونکی، قمر چیمه وویل: "پداسې حال کې چې د هند سره د اقتصادي اړیکو د ټینګولو په موخه د باور فضا رامنځته کول اړین بلل کیږي، له دې امله دا د پاکستان او هند د اړیکو په تاریخ کې یو مهم پړاو دی."

د اټومي ځواک لرونکو هند او پاکستان ترمنځ اړیکې تل له تاوتریخوالي څخه ډکې دي او دغه دواړو ګاونډیانو د کشمیر د کشالې پر سر درې ځلې جګړه هم کړې ده.

د بلاول بوټو تر دې سفر مخکې، د پاکستان د صدر اعظم سلاکار، سرتاج عزیز په ۲۰۱۶ کال کې هند ته تللی و.‌
هند دمګړی د شانګهای د همکاریو سازمان مشري پر غاړه لري. د شانګهای د همکاریو سازمان یو سیاسي او امنیتي بنسټ‌ دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ اسیا هیوادونو له خوا رامنځ ته شو او وروسته بیا هند او پاکستان هم پکې شامل شول.

XS
SM
MD
LG