د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف د رشوت خورۍ ټولو تورونو کې پاک شو ؛ د صدراعظمۍ څلورمې دورې ته ځان کاندیدوي


په پاکستان کې یوې فدرالي محکمې سه شنبه ډسبمر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د فساد په وروستۍ قضیې کې د پخواني صدراعظم نواز شریف محکومیت باطل کړ او دیته یې جوګه کړ چې په راتلونکو عمومي انتخاباتو کې ځان د صدراعظمۍ لپاره کاندید کړي.

نواز شریف چې ۷۳ کاله عمر لري، درې دورې د پاکستان صدراعظمي کړې او ګوند یې، پاکستان مسلم لیګ – نواز د محکمې د اعلان څخه وروسته وویل چې په را روانو عمومي انتخاباتو کې به د صدراعظمۍ څلورمې دورې ته ځان کاندید کاندي.

دی څه باندې څلور کاله په لندن کې پخپلې خوښې جلا وطن و خو د همدې تیرې اکټوبر په میاشت کې هیواد ته راستون شو. په هغه د فساد له کبله د لسو کالونو بند تیرولو سزا راختلې وه.

خو ښاغلي شریف پاکستان ته تر راستنیدو وروسته، د محکمې دې حکم په خلاف د استیناف غوښتنه وکړله او د اسلام آباد عالي محکمې د سه شنبې په ورځ د هغه په حق کې فیصله صادره کړه.

د محکمې دې حکم څخه څه کم دوه اوونۍ وړاندې دا پخوانی صدراعظم د رشوت خورۍ یوې بلې قضیې کې هم بې ګناه وبلل شو.

د مسلم لیګ – نواز ګوند غړیو د محکمې د تازه حکم هرکلی کړی او ادعا یې کړې چې ښاغلی شریف په ټولو حقوقي دعوو کې بې ګنا بلل شوی او د هغه پر ضد د رشوت خورۍ او فساد تورنه یې "جعلي" بللي.

د دې ګوند ویاندې مریم اورنګزیب د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، " که د خدای خوښه وي، نواز شریف به د ولس په رایو د څلورم ځل لپاره صدراعظم شي".

په پاکستان کې عمومي انتخابات د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د فبروري میاشتې په ۸ مې نیټې کیږي او که چیرته نواز شریف په ټولو حقوقي دوسیو کې پاک وبلل شي، پدې انتخاباتو کې به یو مهم کاندید وي.

خو د حقوقي چارو کارپوهان چې د پاکستان د قوانینو په هکله معلومات لري، پدې باور دي چې یوازې په دوو قضیو کې تبریه کیدل، پدې معنی ندي چې ښاغلی شریف د هیواد په سیاست کې بیا ګډیدلی شي.

نواز شریف په ۲۰۱۷ کال کې وروسته تر هغه د صدراعظمۍ څخه استعفا ورکړه چې د دې هیواد سترې محکمې د رشوت خورۍ او فساد په یوې قضیې کې هغه پدې مجرم وباله چې د خپلو شتمنیو په هکله یې درواغ ویلي و او د دولتي مقام لرلو لپاره یې نا اهله اعلان کړ.

د فساد ضد یوې محکمې په ۲۰۱۸ کال کې نواز شریف ته په همدې قضیې کې د لسو کالونو بندي کیدو سزا ورکړله.

خو پخپله ښاغلی شریف بیا دا نه مني چې ګواکې کوم غلط کار یې کړی او په ځان پورې شوي تورنه سیاسي بولي.

دی ادعا لري چې دا تورونه د پاکستان پوځ پرې ځکه لګولي چې د هغوي په خلاف یې غږ پورته کړی. هغه دا دعوا هم کوي چې په ۲۰۱۷ کال کې پوځ د عمران خان ملاتړ کاوه او له همدې کبله یې په ۲۰۱۸ کال کې عمومي انتخابات وګټل.

خو عمران خان هم د پوځ سره د اختلاف له کبله بې واکه شو او درې کاله د بند سزا پرې راختلې. د نواز شریف په څیر، ښاغلی خان هم ادعا لري چې له واکه په لیرې کیدو کې یې پوځ لاس لري.

د انتخاباتو په هکله د نظر معلومولو په تازه سریګانو کې څرګنده شوې چې ۷۱ کلن عمران د پاکستان تر ټولو محبوب سیاستوال او د تحریک انصاف ګوند یې په هیواد کې تر ټولو ستر سیاسي ګوند دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG