د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور بې اساس دی

د پاکستان پوځ د ملګرو ملتونو هغه وروستی راپور "بې اساسه" وباله، چې ویلي یې وو شاوخوا اتو میاشتو کې په افغانستان کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې نږدې ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر ټپیان دي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ (جولای ۳۱) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، پاکستان په دې موده کې یوازې د پاکستاني طالبانو چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په نوم پېژندل کېږي، پټنځایونه په نښه کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې وژل شوي کسان وسله وال وو.

نوموړي د افغان طالبانو حکومت هغو ترهګرو ته د پناه په ورکولو تورن کړ چې په وینا یې د پاکستان په خاوره کې بریدونه کوي. نوموړي وویل د بشري حقونو نړیوال بنسټونه په دې کې پاتې راغلي چې دا ډول بریدونه تاوتریخوالي مستند کړي.

دغه نظامي پاکستانی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مستندوی پلاوی (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په تېرو اتو میاشتو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړو کې ۴۹۹ ولسي خلک وژل شوي دي.

د یوناما په راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د روان کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې پېښې ثبتې شوې، ویل شوي چې په دغو جګړو کې ۱۲۱۶ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

د یوناما د بشري حقونو څانګه وايي چې دوی یوازې په افغانستان کې دننه پېښې مستند کوي.

تر دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم په کابل کې د معتادینو د درملنې په یو مرکز باندې د پاکستان د هوايي برید په اړه د څېړنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې دغه برید ښايي جنګي جرم وګڼل شي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۲مه) په یو راپور کې وویل، داسې کوم شواهد یې نه دي موندلي چې د پاکستان هغه ادعا ثابته کړي چې ویلي یې وو، د معتادینو د درملنې په دغه مرکز کې وسلې او مهمات ځای په ځای شوي وو.

په راپور کې ویل شوي چې د درملنې دغه مرکز چې د کلونو راهیسې یې فعالیت کاوه، د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خوندي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې امریکا غږ افغانستان څانګي ته ویلي وو چې واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د اسلام‌اباد د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي.

سپینې ماڼۍ هم ویلي وو چې متحده ایالات د ترهګرۍ هر ډول غندي او له دواړو خواوو غواړي چې ډاډ ترلاسه کړي، خاوره یې د ترهګرو ډلو له خوا د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د پولې هاخوا بریدونو لپاره ونه کارول شي.

بلخوا پر افغانستان واکمن طالبان بیا پاکستان تورنوي چې بې‌دلیله هوايي بریدونه کوي او ملکي وګړي په نښه کوي، د طالبانو حکومت وایي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو پر ضد کار واخلي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG