د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمې د لوی درستیز د بلې کاري دورې غځول ونه منل


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستان سترې محکمې د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د کار د دورې د غځولو په هکله ددې هیواد د حکومت تصمیم لغوه کړی دی.

د پاکستان د لوی درستیز جنرال باجوه دنده د اگست د میاشتې په ١٩ د یوې بلې درې کلنې دورې لپاره وغځول شوه او د صدراعظم عمران خان دفتر ددې اقدام دلیل د گاونډي هیواد هند سره د کشمیر پر سر روانه لانجه گڼلې وه.

خو د پاکستان د سترې محکمې رئیس اصف سعید د سه شنبې په ورځ (نومبر ٢٦) وویل تر هغه چې د پاکستان پوځ د خپل تصمیم دلیلونه په جزییاتو وړاندې نکړي د ښاغلي باجوه د خدمت دوره به ونه غځول شي.

ښاغلي سعید د عمران خان د دفتر د پخوانیو دلیلونو په هکله چې د هند او پاکستان کړکیچ یې یاد کړی و وویل: "که د (سیمې امنیتي) وضعیت ددې تصمیم دلیل دی، نو پوځ د یو بنسټ په توگه له هغه سره مخامخ دی نه افراد. که دغه شرایط ومنو په پوځ کې هر کس به د یو مشخص وضعیت په استناد د خپلې دندې د غځولو غوښتنه کوي".

عمران خان په ٢٠١٨ کې د صدراعظم په توگه د کار له پیل وروسته د پخوانیو حکومتونو برعکس ددې هیواد د پوځ سره ښه اړیکې درلودلي دي.

خو د ښاغلي خان سیاسي مخالفین د پاکستان پوځ د تیر کال په انتخاباتو کې په لاسوهنو تورنوي چې د عمران خان د بریالیتوب سبب شول. دغه تورونه هم د عمران خان او هم د پوځ له لورې رد شوي دي.

د پاکستان د اساسي قانون په بنسټ د پوځ لوی درستیز معمولا د یوې درې کلنې دورې لپاره ټاکل کیږي. په ١٩٧٢ کې ددې قانون د تصویب راهیسې تر اوسه یوازې یو ځل د لوی درستیز د خدمت دوره د غیر پوځي حکومت له لورې غځول شوې ده.

د رویترز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې که د جنرال باجوه د خدمت د دورې د غځولو په اړه د سترې محکمې تصمیم نهایي شي د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په توگه به د هغه دنده د جمعې په ورځ پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG