د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: عربي ملکونه د کشمیر په مسله زمونږ ملاتړ کوي


 د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د بهرنو چارو وزیران د کشمیر په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللي.
د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د بهرنو چارو وزیران د کشمیر په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر وایي چې عربي ملکونه د کشمیر په مسله د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي او وایي چې پدې اړه به ډیر ژر د اسلامي ملکونو د همکارۍ د ټولنې ( او آی سي) غونډه را وبلل شي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر په اسلام اباد کې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د بهرنو چارو د وزیرانو سره په یو ملاقات کې د کشمیر په مسله خبرې کړیدي.

د دغه ملاقات نه وروسته محمود قریشي وویل چې عادل الجبیر او شیخ عبدالله ورته ډاډ ورکړیدی چې د کشمیر په مسله د پاکستان ملاتړ کوي. هغه وویل چې د دغه مشرانو سره د ملاقات نه وروسته دا شک ختم شو چې خلیجي هیوادونه دکشمیر په اړه د پاکستان د دریځ ملاتړ نه کوي.

د سعودي او متحده عربي اماراتو د بهرنو چارو وزیرانو د چارشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره هم ولیدل او د هند لخوا د کشمیر د ځانگړي حيثیت د ختمیدو نه وروسته د رامنځته شوي تشنج په اړه یې خبرې وکړی.

د پاکستان صدراعظم په کشمیر کې د هند د حکومت لخوا د کرفیو لگولو نه وروسته د بشري ناورین په اړه اندیښنه څرگنده کړه او ویې ویل چې د کشمیر اوسیدونکي د یوې میاشتې راهیسې د سخت مشکل سره مخ دي او د د ژوند اساسي ضروریاتو ته لاسرسی نه لري.

د سعودي او عربي اماراتو مشرانو د پاکستان د پوځي چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړل.

د یادونې وړ ده چې د سعودي عربستان د بهرنو چارو وزیر عادل الجبیر او د متحده عربي اماراتو د بهرنو چارو وزیر شیخ عبدالله د کشمیر د مسلې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی.

د پاکستان حکومت په عربي ملکونو لدی کبله سخت انتقادونه کړي و چې د کشمیر په اړه یې کلک دریځ نه دی څرگند کړی او عربي اماراتو د هند صدراعظم نریندر مودي ته د مدني مشرتابه یوه جایزه ورکړیده.

XS
SM
MD
LG