د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغان پنا غوښتونکي د کډوالو په توګه نه منو


په پاکستان کې چارواکي وایي هغه افغانان د کډوالو په توګه نه مني چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته دې هیواد ته د تګ لپاره یې ویزې اخیستې او اوس د پایتخت اسلام آباد په ګډون په نورو سیمو کې ژوند کوي.

چارواکو ویلي چې د دې افغانانو شمیر څه باندې ۱۰۰ زره دی او ډیری یې هغوي دي چې په ښارونو کې یې ژوند کاوه او تعلیم یافته او د مسلک خاوندان دي.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې دغه افغانان غواړي چې متحده ایالاتو او یا نورو لویدیځو هیوادونو ته ولاړ شي خو دا چې په اسلام آباد کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه د هغوي اسناد په ځنډ طی مراحل کوي، ډیر شمیر یې په هوټلونو، او میلمستونونو کې ژوند کوي او ځینو نورو یې د خپل خپلوانو په مرسته په کرایه کورونه نیولي.

یو شمیر هغه افغانان چې خپل خپلوان یې د وړاندې څخه په پاکستان کې ژوند کوي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ورغلي او غواړي چې پاکستان ته نوي کډه شوي افغانان د کډوالو په توګه ثبت کاندي.

خو پاکستاني چارواکي وایي وار د مخه پدې هیواد کې لږ تر لږه ۳ ملیونه افغان کډول ژوند کوي چې یو شمیر یې هلته د اوسیدو قانوني اسناد هم نلري او نورو کډوالو ته د ځای ورکولو ګنجایش نلري.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان امریکا غږ ته وویل چې دا سفارت په اوس وخت کې هره ورځ د ۷۰۰ څخه نیولې تر ۱۰۰۰ پورې ویزې افغانانو ته ورکوي.

ښاغلي احمد خان وویل چې ډیری دا افغانان پاکستان ته درملنې او یا کاروبار لپاره ځي خو هغه کسان هم پکې شامل دي چې د متحده ایالاتو ، کاناډا او نورو غربي هیوادنو سفارتونو ته د ویزو د اخیستو په خاطر د مرکو لپاره ځي.

ښاغلي خان زیاته کړه چې پاکستان دا ویزې افغانانو ته د بشري اندیښنو په خاطر ورکوي خو د کډوالو په توګه به یې ونه مني.

هغه وویل، " که افغانان غواړي چې د کډوالو په توګه ومنل شي، دا نشي کیدی او نه یې مونږ اجازه ورکوو. مونږ په ساده توګه نغواړو چې د کډوالو شمیر ډیر کاندو".

په همدې حال کې په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر افریدي امریکا غږ ته وویل چې دا اداره د پاکستاني چارواکو سره په ګډه کار کوي چې دې هیواد ته د نویو راغلیو افغانانو ستونزو ته د حل یوه لار پیدا کړي.

هغه وویل چې UNHCR د پاکستان د حکومت سره کار کوي چې څنګه د ددې پنا غوښتونکو نومونه ثبت شي او اسناد ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG