د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د طالبانو لپاره د نړۍ حوصله په خلاصیدو ده


پاکستان ویلي چې د نړۍ د اجماع پرته به په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني او دا خبرداری یې هم ورکړی چې د طالبانو لپاره د نړۍ حوصله مخ په کمیدو ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري جمعه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې لا هم د نړۍ څخه غواړي د طالبانو سره تعامل وکړي تر څو هلته د بشري ناورین مخه ونیول شي.

سره لدې چې پاکستان د طالبانو پخوانی حکومت په رسمیت پیژندلی و خو ښاغلي زرداري پخپلو خبرو کې وویل چې دا ځل به نړیواله اجماع تعقیب کړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې یې سرپرست حکومت تر اوسه په رسمیت ندی پیژندلی.

د نورې نړۍ په شان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو او نړۍ سره دې خپلې کړې ژمنې عملي کاندي.

د نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه، د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی او میرمنو ته د پوهنې حق ورکول هغه څه دي چې د پاکستان ددې جګپوړي دپلومات په وینا پاکستان ته "ښه دریځ" ورکوي چې د افغانستان د خلکو لپاره ملاتړ پیدا کړي.

زرداري زیاته کړه، " د (طالبانو سره ) د نړۍ حوصله مخ په خلاصیدو ده خو د دې ټولو ستونزو سره سره، مونږ د دوامدار تعامل په غوښتنې ټینګار کوو او باید پخوانۍ غلطۍ تکرار نکړو".

پاکستان شکایت لري چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ قوماندانانو وروسته تر هغه چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي، په سرحدي سیمو کې یې په پاکستاني اهدافو بریدونه ډیر کړي.

پاکستان ادعا لري چې دا ډله په افغانستان کې اډې لري خو ها خوا بیا طالبانو ویلي چې د پاکستاني طالبانو په ګډون به هیڅ یو ترهګرې ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې نه په پاکستان یا بل کوم هیواد د برید کولو لپاره کار واخلي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې پاکستاني طالبان په افغانستان کې د ۴ زرو څخه تر ۶ زرو پورې جګړه ماران لري.

د پاکستان په شمال لوېديځ خيبر پښتونخوا ايالت کې چې له افغانستان سره پوله لري، له ډېرو کلونو راهيسې د پاکستاني طالبانو وسله وال فعاليت کوي.

پاکستاني طالبان د افغان طالبانو متحدین بلل کیږي. په افغانستان کې د طالبانو بیاواکمنېدو پاکستاني طالبان هڅولي دي.

که څه هم په افغانستان کې طالبانو اسلام آباد او د "پاکستاني طالبانو تحرک" هڅولي چې د خبرو له لارې د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د مې د میاشتې راهیسې پیل شوې د سولې مذاکرات او اوربند بې ګټې ثابت شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ سره په مرکې چې د سپټمبر د میاشتې په لومړیو شپو ورځو کې په کابل کې ورسره شوې وه د هغو ادعاوو په ځواب کې چې ګڼې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په هغه هیواد کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ ګرځیدل راګرځیدل او د فعالیت آزادي ډیره شوې وویل، "هر هغه څوک چې دلته دي، اجازه نلري چې دا ډول کړنې وکړي ځکه هغوي مونږ ته ډاډ راکړی چې بل هیواد ته به خطر نه پیښوي."

ښاغلي مجاهد پدې مرکې منلې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه پوله د امنیت ټینګول لا هم د دې ډلې د ځواکونو لپاره یوه ستونزه ده او زیاته یې کړه "ځینې داسې ځایونه شته چې لا هم زمونږ ځواکونه پکې ندي ځای پر ځای شوي او د هغوي د امنیت ساتلو لپاره هوایي ملاتړ ته اړتیا لرو."

د طالبانو دې ویاند وویل چې پاکستان ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه به د هغوي پر ضد کار وانخیستل شي خو تر څنګ یې د پاکستان څخه هم وغوښتل چې پرې نږدي د هغوي خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG