د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي د داعش – خراسان ۴ وسله وال یې وژلي


پاکستاني چارواکو ویلي چې دا وسله وال د شمالي وزیرستان په یوې غرنۍ سیمې کې وژل شوي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دا وسله وال د شمالي وزیرستان په یوې غرنۍ سیمې کې وژل شوي.

په پاکستان کې چارواکي وایي امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په یوې لیرې پرتې سیمې کې چې افغانستان سره نږدې پرته ده، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې څلور غړي په ډزو کې وژلي دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې شنبه ډسمبر ۱۰(لیندۍ۱۸) ویلي چې د داعش دا وسله وال د افغانستان څخه شمالي وزیرستان ته تللي خو نور جزیات یې ندي ورکړي چې دا کسان څه وخت هلته اوښتي او دا یې هم ندي ویلي چې دا کسان د کوم هیواد اتباع و.

دې ادارې په اعلامیې کې ویلي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې یې په سیمه کې تصفیوي عملیات کول چې وروسته ډزې وشوې او دا څلور کسان پکې ووژل شول.

په اعلامیې د پاکستاني ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله هم معلومات ندي ورکړل شوي.


پاکستان ادعا کوي چې داعش وسله وال په افغانستان کې پټ دي او د هماغه ځایه په افغانستان او پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي.

تیره اوونۍ هم داعش ادعا وکړله چې په کابل کیې د پاکستان په سفارت ډزې کړي. سره لدې چې په برید کې د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر ته کوم زیان نه و رسیدلی خو په اسلام آباد کې چارواکي وایي چې یو پاکستانی امنیتي محافظ په ټټر کې په مرمۍ لګیدلی و.

په افغانستان کې طالب چارواکو ویلي چې د برید په تړاو یې یو تن نیولی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یاد بریدګر د نیولو په اړه زیاته کړې: "په کابل کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري هغه کس ونیول شو چې د تيرې جمعې په ورځ یې د پاکستان په سفارت ډزې کړې وې. دا کس د یو بهرني هیواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی."

هغه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې نیول شوی کس د کوم هیواد تبعه دی او چیري نیول شوی دی خو زیاته کړې ده چې د دوی د څېړنو له مخې د پاکستان پر سفارت برید د داعش او (بغاوتګرو) لخوا په ګډه تنظیم شوی و.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو ادارې هم خبرداری ورکړی و چې داعش – خراسان په افغانستان کې یوه اندیښنه ده او پدې کار کوي چې دا ډله په غټې اندیښنې بدله نشي.

متحده ایالاتو منلې چې په افغانستان کې طالبان د داعش په خلاف جګړه کوي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې طالبان هغومره وړتیا نلري چې وشي کړی دا ډله وځپي.

خو کار پوهان په دې نظر دي چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید سنجول شوی او هدف د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابول و.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم امریکا غږ ته وویل چې دا برید به د طالبانو حکومت او پاکستان لپاره پایلې ولري.

هغه وویل: "که چیري دواړه لوري د خپل دریځ په اړه لږ سخت ګیري وکړي، کېدایشي چې هغه ګرم روابط چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ دي زیات ساړه شي او یا دا چې په بشپړه توګه له منځه لاړ شي چې په راتلوونکي کې د طالبانو او پاکستان اړیکې مشخصې کوي."

د نوموړي په خبره پاکستان به تر دغه برید وروسته د طالبانو په اړه خپل ستراتيژي او د پاکستاني طالبانو په اړه خپل چلند کې بدلون راولي.

یو بل پخوانی افغان دپلومات سید نورالله راغي ادعا کوي چې پاکستان پخپل بهرني سیاست کې تل له سخت دریځو ډلو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی او دا ډاډ شته چې دغه ډلې به تل د دغه هیواد په کنټرول کې وي.

خو ښاغلي راغي زیاته کړه چې وروستۍ حمله پاکستان ته روښانه پیغام دی چې تل به وسله والې ډلې د پاکستان تر کنټرول لاندې نه وي او کېدایشي ددغه هیواد لپاره په سر خوږي واوړي.

دغه پخواني دپلومات وویل: "دا ډول بریدونه به د طالبانو او پاکستان اړیکو ته جدي زیان ونه رسوي،خو پاکستان پخپل ټول سیاست سره په افغانستان کې په هیڅ وجه داسې مقتدر طالبان چې پر ټول افغانستان بشپړه کنټرول ولري.... هغوی په هیڅ ډول نه مني."


XS
SM
MD
LG