د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: که اړ شو افغانستان سرحد نه عسکر د هند سرحد ته لیږو


په امریکا کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان وایي چې که د هند سره یې په سرحد تشنج زیات شو نو د افغانستان سره به د تړلې پولې نه خپل عسکر د هند سره سرحد ته انتقال کړي

د پاکستان سفیر د امریکایي خبرپاڼې نیویارک ټایمز ته په یوې مرکې کی وویل چې افغانستان او کشمیر دوه بیلې معاملې دي او د یوبل سره یې د تړلو کوښښ نه کوو. هغه وویل چې د امریکا به د طالبانو سره مذاکرات کامیاب شي.

د پاکستاني سفیر د دغه وینا نه وروسته داسې اندیښنې څرگندې شویدي چې د کشمیر د وروستیو پیښو نه وروسته به د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې لا نورې خرابې شي او د پاکستان توجه به د افغانستان سره په تړلې پولې پداسې وخت کې راکمه شي چې هلته د سولې لپاره مذاکرات یو مهم پړاو ته داخل شویدي

د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه ښاغلي اسد وویل چې پاکستان په دغه لړ کې د خپله وسه پورې کوښښ کوي.

هغه وویل چې دا وخت د اسلام اباد لپاره د تر ټولو مهم د هند سره په سرحد وضعیت دی.

د یادونې وړ ده چې د هند د حکومت د کشمیر د ځانگړې حیثیت د ختمولو د اعلان نه وروسته د دواړو ملکونو ترمنځ اړیکې سختې ترینگلي شویدي.

XS
SM
MD
LG