د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: امریکا اډه نه غواړي او امکان هم نلري


ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د همدې کال د سپټبمر تر میاشتې د افغانستان نه ووځي.
ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د همدې کال د سپټبمر تر میاشتې د افغانستان نه ووځي.

پاکستان په رسمي توګه د امریکا متحده ایالاتو ته ویلي چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د تروریزم ضد د عملیاتو لپاره واشنګټن ته نظامي اډې نه ورکوي.

د پاکستان د حکومت یو شمیر جګپوړي چارواکي چې ددې موضوع په هکله معلومات لري امریکا غږ ته یې د سه شنبې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په پاکستان د امریکایي ځواکونو د اډې پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ په لوړه کچه خبرې شوي.

د پاکستان د ملي امنیت د ادارې یو چارواکي پدې هکله وویل، " هو، امریکایي چارواکو پدې هکله خبرې کړي. مونږ ورته ویلي چې هیڅ ډول تروریزم نه غواړو خو اډې امکان نلري. هغوي هم نوره غوښتنه ونکړله."

ویل کیږي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي آی اې مشر ویلیم برنز د همدې کال د اپریل په میاشت کې د همدې موضوع پر سر د خبرو لپاره پاکستان ته تللی و او د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه تر څنګ یې د آی ایس آی د مشر سره هم کتلي وو.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان هم وایي چې د پاکستان سره یې د پوځي، استخباراتي او دپلوماتیکي چینلونو د لارې " ګټورې" خبرې کړي.

ښاغلی سلیوان وایي دا خبرې د امریکا د راتلونکو وړتیاوو په هکله شوي چې ډاډ ورکړل شي افغانستان هیڅکله یو ځل بیا د القاعدې، داعش او یا بلې ترهګرې ډلې په مرکز بدل نشي چې په امریکا برید وکړي.

خو د ملي امنیت سلاکار پدې خبرې ټینګار وکړ چې پاکستان یوزاینی حکومت ندی چې واشنګټن ورسره د دې موضوع په هکله په خبرو اخته دی.

امریکایي چارواکو د مرکزي آسیا په هیوادونو کې چې د افغانستان ګاونډیان دي، د اډو په لرلو هم بحثونه کړي خو روسیې وار د مخه پدې هکله اندیښنه ښودلې او وایي دې هیوادونو مسکو ته ډاډ ورکړی چې داسې کړنو ته به د خپلې خاورې نه اجازه ورنکړي.

وروسته تر هغه چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د اپریل په میاشت کې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ټیم په افغانستان کې د تروریزم سره د مبارزې لپاره د سیمې د هیوادونو سره د اډو په درلودلو بحثونه کوي چې استخباراتي معلومات به راټولوي.

XS
SM
MD
LG