د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: هیڅ یو هیواد نه پریږدو چې جنګیالیو ته پنا ورکړي


په غونډې کې د پاکستان صدراعظم، د پوځ لوی درستیز او نورو جګپوړو چارواکو برخه اخیستې وه.
په غونډې کې د پاکستان صدراعظم، د پوځ لوی درستیز او نورو جګپوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

د پاکستان د سیاسي او نظامي مشرانو کمیټې دوشنبه جنوري ۲ (مرغومي۱۲) هوډ څرګند کړی چې هیڅ یو هیواد ته به اجازه ورنکړل شي چې هغو جنګیالیو ته د پټیدو ځای ورکړی چې د پاکستان په خلاف بریدونه کوي.

سره لدې چې د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې په اعلان کې د کوم هیواد نوم ندی اخیستل شوی خو پدې هیواد کې د تشدد تازه ډیروالي ته په کتو داسې معلومیږي چې هدف یې افغانستان دی.

د پاکستان پایتخت اسلام آباد په ګډون د دې هیواد په څو ښارونو کې په امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو بریدونه ډیر شوي او پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې ددې ډلې مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او د هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي.

د ملي امنیت د کمیټې پدې غونډې کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د پوځ نوي ټاکل شوي شوي لوی درستیز جنرال عاصم منیر او نورو جګپوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې دې کمیټې په غونډې کې هوډ څرګند کړ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره "هیڅ زغم نلري" او دا چې د جنګیالیو په خلاف جګړې کې به د دولت د بشپړ ځواک څخه کار واخیستل شي.

د حکومت د دې اعلان څخه دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان ځانګړو ځواکونو د بنو په ولسوالۍ کې په یو زندان کې څه باندې لس جنګیالي چې د پاکستاني طالبانو غړي و او د زندان محافظین یې یرغمل کړي و، ووژل. دې جنګیالیو غوښتنه درلوده چې که افغانستان ته په خوندي توګه د تللو اجازه ورکړل شي، یرغمل شوي کسان به ونه وژني.

خو حکومت د جنګیالیو دا غوښتنه ونه منله. جنګیالیو درې یرغمل شوي کسان هم ووژل.

د پاکستان د حکومت د دې اعلان څخه یوازې یوه ورځ وړاندې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې افغانستان بې څښتنه ندی او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله له ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې که هیواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شي، اسلام اباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې دننه د یاغیانو د پټیدو ځایونو پر ضد اقدام وکړي.


ثنا الله د دې پوښتنې په ځواب کې چې که افغان طالبان په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو د پټیدو خوندي ځایونو پر ضد اقدام ونه کړي، ایا اسلام اباد به په افغانستان کې دننه د دغې ډلې پر ضد اقدام وکړي، وویل چې ددې ډول ستونزې د رامنځته کیدو په صورت کې "موږ لومړی د افغانستان د مسلمان او ورور ملت څخه غواړو جې دغه پټنځایونه له منځه یوسي او کسان یې مونږ ته راوسپاري" لخو که دغه ډول اقدام ونه شي پاکستان به اقدام وکړي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې "پاروونکي او بې اساسه" بللي او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې د "دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي. "

سره لدې چې پاکستاني چارواکي اندیښنه لري چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راپدیخوا پاکستاني طالبان هم قوي شوي او په پاکستان یې بریدونه ډیر کړي خو ها خوا بیا د طالبانو حکومت ویلي هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و هر هغه څوک چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هیواد پر ضد وکاروي، د "غدارۍ" په تور به ونیول او محاکمه شي.

د طالبانو دې ویاند وویل چې پاکستان ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه به د هغوي پر ضد کار وانخیستل شي خو تر څنګ یې د پاکستان څخه هم وغوښتل چې پرې نږدي د هغوي خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG