د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې امنیتي ځواکونو ۵ وسله وال وژلي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې چارواکي وایي امنیتي ځواکونو د دې هیواد په نارام بلوچستان ولایت کې د وسله والو سره په جګړې کې ۵ تنه وژلي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې عملیات د دې ولایت د مستونګ په سیمه کې د هغو وسله والو په خلاف شوي چې ګمان کیږي د جمعې د ورځې په چاودنې کې یې لاس درلود چې پنځه تنه پکې وژل شوي او ۶ نور ټپي شوي و.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي چې په نښتې کې څلور امنیتي ځواکونه ټپي شوي خو په اعلامیې کې یې د ټپي کیدو جزیات ندي ورکړي.

پاکستاني چارواکو دا ندي ویلي چې دا عملیات د کومې وسله والې ډلې په خلاف شوي.

پدې سیمې کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر څنګ نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

د بلوڅ آزادۍ پوځ د بلوچستان په ایالات کې د څو بیلتون غوښتونکو ډلو څخه یوه ده چې د کالونو راپدیخوا د پاکستان تر ټولو سترې صوبې کې د حکومت پر ضد جنګیږي.

سره لدې چې پاکستان وای په سیمه کې یې د بلوڅانو بغاوت ځپلی خو بیا هم دا ډله وخت ناوخته په همدې ولایت او نورو سیمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو بریدونه کوي.

د بلوچستان په ولایت کې چې د منرالونو او ګازو له پلوه غني سیمه ده، د بلوچستان د ملي پوځ په شان وسله والې ډلې د پاکستان څخه خپلواکي غواړي.

د پاکستان د تاوتریخوالي او امنیت د مطالعاتو انستیتوت په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دغه هېواد کې په دې وروستیو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

د دغه انستیتیوت په راپور کې راغلي دي چې دا بریدونه داسې مهال زیات شوي دي چې پاکساني طالبانو له حکومت سره د اوربند د ختمېدو اعلان هم نه دی کړی. د دواړو خواو ترمنځ د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب څه موده مخکې د سولې اوربند شوی و.

د راپور په اساس په تېره میاشت [سپتمبر] کې په ټول پاکستان کې ۴۲ ترهګریز بریدونه شوي دي چې د اګست د میاشت په پرتله ۳۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

په دغو بریدونو کې «۴۰ کسان وژل شوي چې ۲۴ یې د پاکستان امنیتي ځواکونه» دي. همدغه راز په دغې مودې کې ۷۷ تنه نور کسان ژوبل شوي هم دي چې ۱۹ یې امنیتي ځواکونه دي.

راپور وايي چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه ۶۰ سلنه لوړه شوې ده او دا د دې څرګندوی دی امنیتي ځواکونه د بریدوګرو اصلي هدف دي


XS
SM
MD
LG