د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له افغانستان سره د ۱۸ سوه ټنو غنمو مرسته وکړه


له افغانستان سره د پاکستان د ۲۸ ملیونه امریکایي ډالرو بشري مرستو په ترڅ کې د غنو لومړنۍ جوپه افغان چارواکو ته نن پنجشنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومي۹) وسپارل شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ۱۸ سوه ټنه غنم په طورخم کې د افغانستان چارواکو ته وسپارل شول.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي، "مهمه ده چې نړیواله ټولنه په عاجله توګه د افغان ولس سره د مرستې لپاره خپلې هڅې ډیرې کړي تر څو د بشري ناورین مخه ونیول شي او اقتصادي وضعیت ثابت شي.

پاکستان له افغانستان سره د ۵۰ زره مټرکه ټنو غنمو تر څنګ د ژمي په موسم کې د سرپناه او عاجلو روغتیایي موادومرستو ژمنه کړې.

پاکستاني مشران ټینګار کوي که عاجلې مرستې افغانستان ته ونه رسیږي، د دې هیواد خرابیدونکي بشري او اقتصادي شرایط ښایي افغانان دیته اړ باسي چې په ګاونډیو هیوادونو او نورو ځایونو کې پناه واخلي.

په پاکستان کې اوس مهال شاوخوا ۴ ملیون افغانان کډوال دي. پاکستاني چارواکو وار د مخه ویلي چې د نورو کډوالو ځای پر ځای کول نه مني.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په افغانستان کې نږدې ۲۳ ملیونه خلک چې د دې هیواد د ۵۵ په سلو وګړو نه ډیریږي، د سختې لوږې سره مخ دي او نږدي ۹ ملیونه نور د قحطۍ د خطر سره پداسې حال کې مخ دي چې له یوې خوا په افغانستان کې ژمی دی او له بلې خوا بهرنۍ مرستې هم بندې شوي.

پاکستان له افغانسان سره د غنمو دا مرسته پداسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې ممکن دغه ناروغۍ راتلونکي کال د څه باندې یو میلیون ماشومانو ژوند واخلي.

یونیسف دډسمبر ۲۸ (مرغومې اتمه) ناوخته پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي لپاره، افغانستان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې اوس مهال زیاتې کورنۍ د ژمي په رارسېدو سره د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو توانايي نلري او د دغه وضعیت دوام د افغانستان ګڼ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG