د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: تر دسمبر به د ډیورنډ په حساسو سیمو کې کتارې ولگول شي

د ډیورند کرښې یوه برخه
د ډیورند کرښې یوه برخه

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د امریکا غږ ته ویلي چې د افغانستان سره په پوله په "حساسو سیمو کې" به د روان کال تر دسامبر پورې کتارې ولگول شي او په پاتې برخې به د کتارو لگولو کار د ٢٠١٩ کال تر دسامبر پورې بشپړه شي.

د افغانستان سره د شاوخوا، ٢٦١١ کیلو متره سرحد باندې د کتارو لگولو ستره پروژه د پاکستان د پوځ په مشرۍ یو کال مخکې پیل شوه. خو پاکستاني چارواکي وایي د سرحد هغه سیمې یې په نښه کړي دي چې د هغوی په وینا ترهگر ترې د تگ راتگ لپاره غیر قانوني استفاده کوي او افغان امنیتي ځواکونه هم پدغو سیمو کې ډیر لږ حضور لري.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش امریکا غږ ته ویلي چې په ډیورنډ کرښه د ازغن تار او نورو موانعو لګولو سره د ترهګرۍ مخه نه نیول کیږي. هغه زیاته کړه چې که د پاکستان حکومت په رښتیا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ له امنیت سره مرسته کوي او په دې اړه شویو ژمنو ته پابند وي، په خپله خاوره کې دې د ترهګرو مرکزونه وتړي او د هغوی له تمویل او ملاتړ نه دې لاس واخلي.

ښاغلي رادمنش ویلي دي چې "په ډیورنډ کرښه د ازغن تارلګول، د کانالونو کیندل او د سرتیرو ځای پرځای کول دا یوازې نمایشي حرکتونه دي."

بلخوا د قبایلو سرتاسري شورا مشر زرجان شنیواري د امریکا غږ ډیوه رادیو ته ویلي چې "قبایل په ډیورنډ کرښه د ازغن تار له لګولو سره مخالف دي او دا مخالفت یې له دې امله دی چې د کټارو په لګیدو سره د قبایلو یوه کورنۍ په دوو برخو ویشل کیږي."

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې د ډیورند په کرښه د امنیتي موانعو د جوړولو کار په زغرده روان دی او د هغوی په وینا د سرحد په اوږدو کې امنیتي پوستو جوړول ددغو موانعو او کتارو د لگولو یوه برخه ده.

د پاکستان د پوځ ویاند هغه رپوټونه رد کړل چې وایي پاکستان غواړي د افغانستان سره په پوله ۶۰ زره سرتیري ځای پر ځای کړي، خو هغه وویل چې پدې سرحد باندې د موانعو د جوړولو له بشپړیدو وروسته د هغې د امنیت د نیولو چارې به ددې هیواد سرحدي قول اردو ته وسپارل شي چې یوه د پاکستان د پوځ یوه برخه ده.

جنرال غفور همداشان زیاته کړه چې ددې کار لپاره به دغې قول اردو ته نور سرتیري هم استخدام شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG