د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال جام نیمه پای لوبو ته د پاکستان د تلو هیله کمه ده خو امکان یې شته


پاکستان خپله څلورمه لوبه د جنوبي افریقا څخه وګټله.
پاکستان خپله څلورمه لوبه د جنوبي افریقا څخه وګټله.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پنجشنبه نومبر ۳ (لړم۱۲) په اسټرالیا کې د نړیوال شل اوریز جام په لوبو کې خپله څلورمه لوبه د جنوبي افریقا څخه وګټله او پدې سره پخپل ګروپ کې دریم مقام ته ورسیده.

پدې ګروپ کې په لومړي مقام کې د شپږو نمرو په لرلو سره هند په لومړي او په دویم مقام کې د جنوبي افریقا لوبډله ده چې ۵ نمرې لري.

د هر ګروپ څخه یوازې د سر دوه لوبډلې نیمه پای لوبو ته ځي.
د جنوبي افریقا څخه د لوبې په ګټلو سره پاکستان یو څه هیله مند دی چې نیمه پای لوبې ته به لار پیدا کړي خو پدې لومړی پدې شرط چې خپله وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ له بنګله دیش څخه وګټي او د ګروپ د نورو غړیو په ځانګړې توګه د هند او جنوبي افریقا پاتې لوبې داسې وشي چې ګټه یې پاکستان ته وي.
د هند وروستۍ لوبه د زمبابوې او د جنوبي افریقا وروستۍ لوبه له هالنډ سره ده.

که جنوبي افریقا خپله وروستۍ لوبه وبایلي او پاکستان یې د بنګله دیش څخه وګټي، هند او پاکستان به نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي.

که هند خپله پنځمه او وروستۍ لوبه په زمبابوې وبایلي او یا په لوبې کې باران وشي بیا به هم د جام نیمه پای لوبو ته ووځي ځکه چې په ګروپ کې اوس ۶ نمرې لري.

که د هالنډ او جنوبي افریقا د لوبډلو تر منځ په وروستۍ لوبې کې باران وشي او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شي، پاکستان او جنوبي افریقا به دواړه شپږ شپږ نمرې ولري او د منډو د اوسط (نیټ رن ریټ) په حساب به پاکستان بیا هم نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي ځکه چې د پاکستان لوبډله د جنوبي افریقا څخه پدې برخې کې وړاندې ده.

XS
SM
MD
LG