د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي افریقا د پاکستان نه د ټولو سیالیو جامونه یوړل


south Africa Cricket team
south Africa Cricket team
د امنیتي دلایلو له وجې پاکستان نشي کولای چې پخپلې خاورې کې دننه د بهرنیو هیوادونو لوبډلو ته د لوبو لپاره بلنه ورکړي نو په همدې خاطر یې عربي متحده امارات خپل کورنی میدان ( هوم ګراونډ) ټاکلی دی.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د عربي متحده اماراتو په همدې میدانونو کې د جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلې ته د اکتوبر په میاشت کې د ټسټ، یوه ورځنیو او شلو شلو اورونو سیالیو ته بلنه ورکړه چې جنوبي افریقا هم ورسره ومنله.

د ټسټ لومړنۍ لوبه د اکتوبر د میاشتې په څوارلسمې وشوه چې پاکستان وګټله، د ټیسټ دویمه لوبه بیا د اکتوبر د میاشتې په درویشتمې وشوه او دا لوبه جنوبي افریقا وګټله. مانا دا چې ددې سیالیو جام یې سره شریک کړو.

خو په یوه ورځینو او د شلو شلو اورنو په سیالیو کې بیا جنوبي افریقا د پاکستان په لوبډلې ډیره برلاسې وه. دواړو لوبډلو پنځه یوه ورځنۍ سیالې وکړي چې څلور یې جنوبي افریقا او یوازې یوه یې پاکستان وګټله او پدې سره جنوبي افریقا د یوه ورځنیو سیالیو جام هم یوړ.

د یوې ورځنیو سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی د جنوبي افریقا تیز توپ اچونکی ریان مکلیرن وټاکل شو. د شلو شلو اورونو د سیالیو لومړنۍ لوبه بیا د همدې میاشتې په دیارلسمې په دوبۍ کې وشوه چې جنوبي افریقا د پاکستان نه یوازې د یوه لوبغاړي تر سوځیدو وروسته وګټله. پدې لوبه کې د پاکستان ټولې لوبډلې یوازې ۹۹ منډې جوړې کړې وې چې جنوبي افریقا ورته دا هدف په خورا آسانۍ سره پوره کړ.

د همدې سیالیو دویمه لوبه پرون وشوه. جنوبي افریقا د پچې ګټلو وروسته سمدستي پریکړه وکړه چې لومړی به بیټنګ کوي او په پوره شلو اورنو کې یې د پاکستان لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه چې د پآکستان لوبډلې ونشو کړای دا هدف پوره کاندي.
د لوبې تر وروستیو شیبو پورې داسې ښکاریده چې پاکستان به دا لوبه وګټي خو د جنوبي افریقا دوه توپ اچونکو (عمران طاهر او ډیل سټین) څلور لوبغاړي په یوازې په دوه اورونو کې وسوځول او پدې سره د پآکستان د لوبډلې د ګټلو هیله اوبو یوړه.
د شلو شلو اورونو د سیالیو تر ټولو د غوره لوبغاړي لقب د جنوبي افریقا کپتان فاف ډوپلیسي ته ورکړل شو.
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG