د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د سریلانکا ولسمشر ته: غوسه او خجالت یو


د پاکستان صدراعظم د سریلانکا ولسمشر ته وویل چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور ددې هیواد د یو تبعه د وژنې په تړاو څه دپاسه ۱۰۰ تنه نیول شوي او د تورنو کسانو سره به په بشپړه توګه د قانون په رڼا کې عمل وشي.

عمران خان په خپل ټویټز پاڼه لیکلي چې د ټیلفون له لارې یې د سریلانکا د ولسمشر ګوتابایا، سره خبرې کړي او د خپل هیواد د غوسې او خجالت د څرګندولو په ترڅ کې یې هغه ته ډاډ ورکړ چې د پریانات کمارا د وژنې په قضیه کې به عدالت پلی شي.

د پاکستان پولیسو د دسمبر په دریمه (لیندۍ ۱۲) رپوټ ورکړ چې د پاکستان د پنجاب ایالت په سیالکوټ ښارګوټي کې د مسلمانانو یوې ډلې د ورزشي تجهیزاتو په یوې کارخانې باندې برید کړی او د سریلانکا دغه اوسیدونکی یې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژلی او بیا یې د هغه مړی سوځولی دی.

ددغې سریلانکایي مړی اسلام آباد ته انتقال شوی او ټاکل شوې چې ددې هیواد سفارت هغه سریلانکا ته انتقال کړي.

اسلام، د اسلام پیغمبر، قران او نورو اسلامي مقدساتو ته سپکاوی په پاکستان کې ستر جرم بلل کیږي او سزا یې مرک دی. د کفر ویلو ادعاګانې په وار وار د پاکستان په سنتي ټولنه کې د تاوتریخوالي سبب شوي دي او په زیاتو پیښو کې د غوسه شویو اعتراض کوونکو له لورې تورن کسان صحرایي محاکمه شوي دي.

د پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې تر فشار لاندې دی چې مقدساتو ته د سپکاوي اړوند قوانین بدل کړي؛ هغه اقدام چې پدې هیواد کې اسلامپاله یې په وړاندې سخت مقاومت کوي.

د حقوقو نړیوالې او داخلي ډلې وایي چې مقدساتو ته د سپکاوي اکثر ادعاوی په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو د ډارولو او د شخصي غچ اخیستنو لپاره کارول کیږي.

XS
SM
MD
LG