د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونو: په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په دې هېواد کې د پاکستان د یکشنبې په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه تائید کړي دي.

یوناما د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي: "د پاکستان له خوا په افغانستان کې د شپې له خوا د هوایي بریدونوله امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اړوند کره راپورونه ترلاسه کړي دي، کوم چې د فبروري۲۱مې د شپې ناوخته څخه د فبروري۲۲مې سهار وختي پورې ترسره شول."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال، طلال چوهدري، د هغه هېواد رسنیو ته ویلي چې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې د هغو وسلوالو مرکزونه په نښه کړي چې په پاکستان کې په وروستیو مرګوني بریدونو کې یې لاس درلود.

د طلال چوهدري په وینا، د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ وسلوال وژل شوي دي.

بریدونه د پکتیکا په برمل او اورګون ولسوالیو او د ننګرهار په بهسود او خوګیانیو کې شوي دي.

د یوناما په وینا په ننګرهار کې د بریدونو په تړاو "د ملکي تلفاتو لومړني ارقام ښیي چې دښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ملکي وګړي وژل شوي او ۷تنه نور ټپیان" دي.

یوناما زیاته کړې چې د پکتیکا په بریدونو کې یوه مدرسه په نښه شوې او یو "شخصي استوګنیز کور جزویي" ویجاړ شوی خو د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا "په دې بریدونو کې تراوسه د ملکي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی".

طالبان وایي چې په دې بریدونو کې څه باندې ۲۰ کسان وژل شوي دي.

غبرګونونه

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د اېکس په ټولنزې شبکې کې لیکلي چې "پاکستاني خاصې نظامي حلقې یوځل بیا په افغان خاوره تجاوز" کړی او زیاته کړې یې ده چې "پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو جبرانوي".

د مجاهد په وینا، په دې بریدونو کې د ښځو او ماشونو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ګواښ کړی چې د پاکستان بریدونو ته به په مناسب وخت کې سنجول شوی ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد له افغان رسنیو سره په یوې مرکې کې ویلي: "موږ د پاکستان په څېر ملګي وګړي نه په نښه کوو، بلکې موږ اصلي جنایتکاران چې پاکستاني پوځیان دي، په نښه کوو."

مجاهد د خپلې مرکې دا برخه د اېکس په ټولنیزې شبکې کې خپره کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دې بریدونو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او "د افغانستان احتجاج لیک یې وروسپاره".

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولی سرپرست، نصیر احمد فایق، په یوې اعلامیې کې د پاکستان د بریدونو غندنه کړې او ویلي یي دي چې د دې بریدونو په اړه یې د دې سازمان امنیت شورا ته رسمي شکایت کړی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، هم دا بریدونه غندلي او د اېکس په ټولنیزې شبکې کې یې لیکلي چې "پاکستان یوځل بیا په افغانستان باندې د کرکې ډک هوایي بریدونه" کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې "دا د پاکستان یو بله هڅه ده چې خپل داخلي ناکامیو ته بهرنۍ بڼه ورکړي".

پاکستان ادعای لري چې هند د هغو وسلوالو ملاتړ کوي چې اسلام اباد یې "فتنه الخوارج" بولي.

پاکستان دا هم وایي چې په هغه هېواد کې بریدونه د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو لخوا د افغانستان د خاورې څخه تنظیمږي. خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعا ردوي او وایي هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان څخه کوم بل هېواد ته زیان ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG