د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سوپر لیګ کرکټ سیالۍ وځنډیدې


د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د فبروري په میاشت کې پیل شوې وې.
د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د فبروري په میاشت کې پیل شوې وې.

د پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان د سوپر لیګ په نامه د کرکټ د سوداګریزو سیالیو د بندولو پریکړه کړې.

د لیګ په رسمي ویب سایټ کې لیکل شوي،" د لوبډلو د خاوندانو سره د ملاقات نه وروسته او دا چې په لیک کې د ټولو ګډون والو روغتیا ډیر اهمیت لري، د پاکستان کرکټ بورډ د لیګ د ځنډولو پریکړه کړې. "

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د ۲۰۲۱ کال د فبروري په میاشت کې د کراچۍ په ملي لوبغالي کې پیل شوې چې د پاکستاني لوبغاړو تر څنګ پکې یو شمیر افغان او بهرنیو لوبغاړو برخه درلوده.

ویل کیږي چې په سیالیو کې ۷ تنه ګډون کوونکي چې معلومه نده څومره یې لوبغاړي دي، د کرونا په ویروس اخته شوي. د پاکستان سوپر لیګ تنظیم کوونکي وایي همدا وجه وه چې کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال د سیالیو دا تړي وځنډوي.

په اعلامیه کې دا ندي ویل شوي چې دا سیالۍ به څه وخت بیرته پیل شي.

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې چې په لومړي سر کې پکې پنځو لوبډلو برخه درلوده خو ذوه کاله وروسته د لوبډلو شمیر ۶ شو.

XS
SM
MD
LG