د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې وروسته نوازشریف استعفی کړې


د پاکستان صدراعظم پر هغه د فساد لګیدلي تورونه رد کړي دي.
د پاکستان صدراعظم پر هغه د فساد لګیدلي تورونه رد کړي دي.

د پاکستان سترې محکمې نن د جمعې په ورځ ددغه هیواد صدراعظم نواز شریف په بهر کې د شتمنیو د لرلو او د هغې د پټ ساتلو په اړه د تورونو د پلټنې په پایله کې بې واکه اعلان کړ او له هغه یې وغوښتل چې ډیر ژر له خپلې دندې ګوښه شي.

په ښاغلي شریف او د هغه په کورنۍ باندې په تورونو کې د پیسو قاچاق، د مالیې نه ورکول او د پاکستان نه بهر د پټو جایدادونو درلودل شامل دي.

همداشان د جمعې په ورځ د سترې محکمې د پنځه قاضیانو قضایي غونډې د رایو په اتفاق سره د پاکستان د فساد پر ضد مبارزې له ادارو وغوښتل چې د صدراعظم نواز شریف د لور مریم شریف، د مریم شریف د میړه او د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار په خلاف د فساد د تورونو د سپیناوي لپاره پلټنې پیل کړي.

د پاکستان د صدارت څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې نواز شریف د دغه هیواد د سترې محکمې پریکړه د ملاحضاتو سره سره منلی او له خپلې دندې یې استعفی کړې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر آصف خواجه، د پلان وزیر احسان اقبال، او د نفتو وزیر شاهد عباسي د نواز شریف د گوند د هغو غړو له ډلې نه دي چې ممکن د ښاغلي شریف پر ځای د صدراعظم پع توگه وټاکل شي.

په دې ترڅ کې د افغانستان حکومت ویلي چې له وخت دمخه دي چې د افغانستان په هکله د پاکستان د سیاستونو، د سولې د خبرو او په دوه اړخیزو اړیکو باندې د نواز شریف د گوښه کیدولو د تاثیرونو په هکله خبرې وشي.

د پاکستان د سترې محکمې او پارلمان بهر پولیسو ټینگ امنیت نیولی دی
د پاکستان د سترې محکمې او پارلمان بهر پولیسو ټینگ امنیت نیولی دی

غبرگونونه

د پاکستان د سترې محکمې په پریکړه کې راغلي چې د هیواد د اساسي قانون په بنسټ باید د پاکستان جمهور رئیس د "دموکراسۍ" د پړاو د بشپړیدو لپاره لازم اقدامات وکړي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د هغه هیواد جمهور رئیس له پارلمان غوښتي چې نوی صدراعظم وټاکي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنگ زیب، ویلي چې د نواز شریف گوند د محکمې په پریکړه "تعجب نه دی کړی خو خپه" شوی دی.

میرمن اورنگ زیب وویل "تاریخ شاهد دی کله چې نواز شریف په غیر عادلانه توگه گوښه کړای شوی دی د پاکستان خلکو په ستر اکثریت هغه بیرته پارلمان ته راوستی دی."

د پاکستان د حکومت مخالفین د هغه هیواد د سترې محکمې د پریکړې هرکلی کوي
د پاکستان د حکومت مخالفین د هغه هیواد د سترې محکمې د پریکړې هرکلی کوي

خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف گوند چې د نواز شریف د حکومت مخالف گوند دی د سترې محکمې د پریکړې په هرکلي ویلي چې دا د قانون او عدالت بریالیتوب دی.

ددې گوند یو لوړپوړي وکیل اسد عمر، ویلي چې د نواز شریف گوښه کیدل په پاکستان کې د "عدالت بریالیتوب او د اساسي قانون او دموکراسۍ برایلتوب" دی. د هغه په وینا له دې وروسته به پاکستان د اساسي قانون نه مخې نه د یوې کورنۍ له خوا رهبري کیږي.

عمران خان او گوند یې په ستره محکمه کې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ پر ضد اقدام اقدام وکړ
عمران خان او گوند یې په ستره محکمه کې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ پر ضد اقدام اقدام وکړ

د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان، د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې د هرکلي په ترڅ کې وویل چې دا اقدام د پاکستان بریالیتوب دی. هغه ویلي چې قوانین پر کمزورو خلکو پلي کیدل او پخوا ځواکمنو خلکو د خپلو اعمالو ځواب نه وایه.

د نوازشریف د حکومت د ائتلافي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې نوازشریف د محکمې د پریکړې په قبلولو سره د کرکیچ رامنځته کیدو مخه نیولې ده او دده ګوند اوس هم د ائتلافي ملگري په توګه د نوازشریف ترشا ولاړ دی.

د نواز شریف بل ایتلافي گوند د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ متعلق سناتور عثمان کاکړ ویلي که سترې محکمې دغه پریکړه په خپله اراده کړې وي، سمه ده او که د بل چا په فشار یې کړې وي نو نتیجه به یې ښه نه وي.

د عوامي نیشنل پارټۍ لوړپوړی غړی میا افتخار حسین وایي د هغوی د ګوند دریځ وړاندې نه په دې هکله واضحه و چې د سترې محکمې پریکړه به مني. د هغه په وینا د شنبې په ورځ به د گوند په غونډه کې د ګوند مشر اسفندیار ولي د محکمې په پریکړه خپل نظر څرکند کړي.

د "پاناما پیپرز" په نوم اسنادو کې چې رسنیو ته یې درز کړی،د صدراعظم نواز شریف د اولادونو نومونه، د هغو کسانو په لیست کې شامل دي چې په بهرنیو بانکونو کې بانکي حسابونه او قیمتي شتمنیۍ لري. په دې اسنادو کې د نورو سلګونو پاکستانیانو نومونه هم شته.

د روانې دورې وړاندې، نواز شریف دوه ځله مخکې هم د پاکستان د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې ده.

اوه شپیته کلن نواز شریف په ۲۰۱۳ کال کې د درییم ځل لپاره د پاکستان د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

د پاکستان صدراعظم د فساد تورونه رد کړي او دا اقدامات یې د ده پر حکومت د یوې توطیې برخه ګڼلې ده.

د پاکستان پوځ چې څو ځلې یې په دیموکراتیکه توگه د انتخاب شویو مشرانو په ضد کودتاوې کړیدي، وایي چې د نواز شریف په دې دوسیه کې لاس نلري.

XS
SM
MD
LG