د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هغه تلویزون خپرونې وځنډولې چې په حکومت یې 'انتقادي خپرونې' کولې


په پاکستان کې چارواکو د ARY نیوز خپرونې په سمدستې توګه تر بل امر پورې ځنډولې. دا تلویزیون د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ په اوسني حکومت انتقادي خپرونې کوي.

د پاکستان د الکترونیکي مطبوعاتو د چارو د تنظیم ادارې (PEMRA) پدې هیواد کې د شخصي کیبل چلونکو ته امر کړی چې ددې تلویزون خپرونې دې وځنډوي.

پدې تلویزیون د "ناسمو، کرکجنو او سرغړاوونکو" موادو خپرولو تور لګیدلی.

دغې ادارې همدارنګه پدې تلویزیون تور لګولی چې دوشنبه اګست ۸ (زمري۱۷) یې د پخواني صدراعظم عمران خان د یو ویاند داسې څرګندونې خپرې کړي چې د وسله والو ځواکونو ټیټ رتبه غړي بغاوت کولو ته پکې هڅول شوي.

انتقاد کوونکو د پاکستان د حکومت دا پریکړه غندلې او دا کار یې په هیواد د بیان د آزادۍ د مخنیوي لپاره غیرې قانوني اقدام بللی.

دې تلویزیوني چینل د پاکستان د الکترونیکي مطبوعاتو د چارو د تنظیم ادارې تورونه رد کړي او غیر قانوني یې بللي. د قانوني چارو کارپوهانو، خبریالانو او د عمران خان د ګوند مشرانو هم دا یو غیر قانوني کړنه بللې.

په عین حال کې د تحریک انصاف ګوند د شهباز شریف په حکومت تور لګولی چې په ټولنیزو شبکو کې د داسې یو کمپاین ملاتړ پیل کړي چې وښیي دا ګوند د پاکستان د پوځ خلاف دی.

د ARY اجرائیوي مشر او بنسټ اېښودونکي سلمان اقبال په ټویټر کې لیکلي چې په پاکستان کې یو تر ټولو د مشهور تلویزیوني چینل خپرونې پدې خاطر ځنډول کیږي چې "مونږ ریښتیا قصه راپور کوو".

انتقاد کوونکي وایي چې د سرغړاونې تورونه معمولاً په پاکستان کې د هغو خبریالانو او مطبوعاتي ادارو د ګواښلو لپاره کاریږي چې د پاکستان په قوي پوځي ادارو انتقادونه کوي.

د مطبوعاتو د څار ادارې هم شک لري چې په پاکستان کې د خبریالانو د ګواښلو او ځورولو لپاره کوم تازه کمپاین چې پیل شوی، تر شا یې د پوځ لاس دی خو د پاکستان پوځ او حکومت دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG