د لاس رسي وړ اتصالات

د لاهور پولیس وایي لس وسله وال یې وژلي دي


د پاکستان پولیس وايي شاید وژل شوي کسان د جماعت الاحرار ډلې غړي وي.
د پاکستان پولیس وايي شاید وژل شوي کسان د جماعت الاحرار ډلې غړي وي.

د پاکستان د لاهور په ښار کې پولیس وايي لس وسله وال یې وژلي دي.

د پاکستان د تروریزم سره د مبارزې ریاست په اعلامیې کې ویلي دي چې په وژل شویو وسله والو کې یو یې هغه شخص و چې څه موده وړاندې یې د لاهور په ښار کې د ځانمرګي برید کوونکو سره مرسته کړې وه.

په اعلامیې کې ویل شوي چې پولیس د لاهور په ښار کې د وسله والو په یوه مرکز د چاپې د پاره روان و چې برید پرې وشو.

اعلامیه وایي پولیسو وسله وال تعقیب کړل چې وروسته جګړه ونښته.

په اعلامیې کې ویل شوي چې وژل شوي کسان ښایي د طالبانو او یا د جماعت الاحرار غړي وي چې د طالبانو نه بیله شوې وسله واله ډله ده. د جماعت الاحرار ډله په افغانستان کې په یو لړ بریدونو کې تورنه دې.

تراوسه طالبانو د پاکستاني چارواکو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي. دا په پاکستان کې د خپل ډول وروستۍ پېښه ده. کابل په وار وار پاکستان تورن کړی چې په خپلې خاورې کې یې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته پناه ورکړې ده. خو پاکستان یې نه مني.

څه موده مخکې د پاکستان د لال شهباز په زیارت کې برید وشو او پاکستان تور ولګوه چې د برید تنظیمونکي په افغانستان کې پټ دي، خو افغان حکومت وویل چې د برید مسولیت د داعش ډلې اخیستی او دې ډلې په افغانستان کې هم خلک وژلي دي.

XS
SM
MD
LG