د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي له چین سره د افغانستان سولې ته کډ کار کوي


 سرتاج عزیز د اسیايي هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې او زیاتونې تر نامه لاندې یو کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی
 سرتاج عزیز د اسیايي هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې او زیاتونې تر نامه لاندې یو کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی

د پاکستان دبهرنو چارو وزارت یوه اعلامیه وايي د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزيز او د چين د بهرنو چارو وزير وانګ ژي، توافق کړی چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره ګډ کار کوي.

اعلامیه وايي " پاکستان او چين دواړو په دې خبره اتفاق کړی، چې افغانستان کې به دامن او ثبات لپاره له افغان حکومت سره په ګډه کار کول روان ساتي." دغه اعلامیه د جمعې په ورځ ناوخته خپره شوه.

خو، په اعلامیې کې ویل شوي نه دي، چې اسلام اباد او بیجنګ به څه ډول د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي؟

سرتاج عزیز د اسیايي هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې او زیاتونې تر نامه لاندې یو کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی، چې د نورو مسایلو ترڅنګ په کې د افغانستان په روانو حالاتو هم خبرې شوي دي.

دا خبره داسې مهال مخې ته راځي، چې په کابل کې د طالبانړو له یو خونړي برید نه وروسته ولسمشر غني د افغانستان پارلمان ته په خپلو خبرو کې په ښکاره وویل له پاکستان نه دا تمه نلري، چې طالبان دې له افغان حکومت سره د خبرو میز ته کینوي.

بلکې، ښاغلي غني پر پاکستان غږ وکړ چې خپلې هغه ژمنې دې عملې کړي چې په څلور اړخیزې غونډې کې یې کړې وې او ویلي وو چې په خپله خاوره کې به د هغو طالبانو په ضد ګامونه اخلي چې دسولې خبرې نه مني.

خو، د پاکستان د بهرنو چارو وزارت وویل، چې د مذاکراتو ميز ته د طالبانو راوستل يوازې د هغوی کار نه دی او دا چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا څو ورځې مخکې په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر ځینې غړي د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللي دي؛ د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د طالب استازو له دغه سفر نه خبر نه دي.

چین او پاکستان د هغې څلور اخیزې غونډې برخه دي، چې څه موده مخکې د افغانانو په مشرۍ د سولې د هلوځلو د ملاتړ او هڅو په هدف جوړ شوه. امریکا هم د دغې غونډې مهمه برخه ده، چې څو غونډې یې کړي دي، خو لا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG