د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو مرستیال په افغانستان کې نیول شوی


یوه افغان چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې دوي د پاکستاني طالبانو یو قوماندان نیولی دی چې اوس د امریکايانو سره دی. هغه یوه اونۍ مخکي په افغانستان کې نیول شوی دی.

د هغه نیول کېده به د پاکستاني طالبانو دپاره چې د یوې لسیزې راهیسي د اسلام آباد پرضد جګړه کوي، یوه غټه ضربه وي. پاکستاني طالبان د افغان طالبانو سره هم مرسته کوي چې په افغانستان کې د امریکا په مشري د ناټو د ځواکونو پرضد جګړه وکړي.

د لوګر ولایت والي ارسلا جمال ویلي دي چې نیول شوی قوماندان لطیف محسود نومېږي او د لوګر ولایت د محمد آغا ولسوالۍ پر لویه لاره باندي د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوی دی. دغه لویه لاره کابل او لوګر هم سره نښلوي.

محسود د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود مرستیال دی. پاکستاني طالبانو د هغه نیول کېدل تایید کړي دي خو وايي چې محسود افغان ځواکونو له خوا د اکټوبر پر ۵ مې نېټې باندي د خوست په ولایت کې د غلام خان سرحدي پوستې سره نږدې نیول شوی دی.

د پاکستاني طالبانو قوماندانانو وايي چې هغه افغانستان ته اوښتی و چې د افغان بندیانو د تبادلې پر سر پیسې واخلي. دغو طالب قوماندانانو د نوم د نه افشا کېدو په شرط خبري کړي دي ځکه دوي د مطبوعاتوسره د خبرو کولو اجازه نه درلوده.

د پاکستان استخباراتي چارواکي بیا وايي چې امریکايي ځواکونو محسود د افغان ځواکونو نه نیولی دی او دوي اوس نه دي په خبر چې هغه چیري دی.

ویل کېږي چې محسود به د ۳۰ شاوخوا عمر ولري او یو وخت یې د حکیم الله محسود د ډریور په توګه کار کوی چې کرار کرار یې د پاکستاني طالبانو اعتماد ترلاسه کړ او ځان یې د طالبانو تر معاونیت پوري ورسوی. دواړه کسان کومه خپلوي نه سره لري.
XS
SM
MD
LG